کور / تازه خبرونه / په پنجوايي اولسوالۍ کي ١٨ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په پنجوايي اولسوالۍ کي ١٨ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار ولايت په پنجوايي اولسوالي کي د چاڼيزوعملياتو په ترڅ کي ٣ وسله وال وژل سوي ، ٢ ټپيان سوي او ١٨ نور ژوندي نيول سوي.
دا عمليات د دې اولسوالۍ په بلندي ، زنګاوات ، او زلخان سيمو کي تر سره سوي دي چي پر مهال ئې د وسله والو زيات شمېر وسلې او مهات هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي .
چارواکي وايي چي دا عمليات لا دوام لري او تر اوسه د کوم خنډ سره نه دي مخامخ سوي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.