نن د ۲۰۱۳ز کال د جون د میاشتې پر لومړۍ نېټه له غرمې وروسته پر ۲ بجو د ډنمارک هېواد په پلازمېنه د کوپنهاګن د ښار په یو صالون کې یو شمېر افغانانو د یوې درنې غونډې په ترڅ کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پرله پسې وسله والو تېریو غندنه وکړه . په دغه غونډه کې لومړی افغان لیکوال او ژورنالیست محمد یوسف هېواددوست، د لوی خدای د سپېڅلي نوم په یادولو سره غونډه پرانیستله او د یوې لنډې وینا په ترڅ کې یې راغلو مېلمو ته هرکلی ووایه او ورسره جوخت د ګران افغانستان په تېره بیا د کونړونو په ولایت کې د تپل شوېي جګړې د قربانیانو یاد یې وکړ او له دې امله خپله خواشیني څرګنده کړه او له راغلو هېوادوالو یې وغوښتل چې خپل نظریات په آزاد ډول پرته له کوم قید او شرط نه څرګند کړي .ورپسې د ډنمارک ـ افغان ټولنې ( قلم ) د ټولنې مشر ښاغلي دکتور عبدالرحمن باباخېل د یوې وینا په ترڅ کې د ځان او د خپلې ټولنې د غړو په استازیتوب د افغانستان پر سپېڅلې خاوره د پردیو په تېره بیا د پاکستان د وسله وال تیري او د ایران مذهبي او کلتوري لاسوهنې ، په کلکه وغندلې او دا خبره یې څرګنده کړه چې : مېړنیو افغانانو دا ځل هم په بشپړ اتحاد او پیوستون سره د پاکستان دغه تیري د کونړ ولایت د ګوشتې په سیمه او نورو برخو کې په شا تمبولی او هغوی تې یې خوله ماتونکي ځوابونه ورکړی .هغه وویل چې موږ د قلم ټولنې دا نوښت وکړ او د فیسبوک له لارې په خپلو پاڼو کې د یوې خبرتیا له له لارې مو په ډنمارک کې ټولو افغانانو ته بلنه ورکړه چې سره کینو او د هېواد پر دغې حساسې مسُلې سره د ورورۍ خبرې وکړو او دا دی له نېکمرغه د افغانانو یو شمېر استازو دلته ګډون کړی او یو شمېر نورو خپل پیغامونه رالېږلي او ښایي لا ډېرې نورې ټولنې او مرکزونه نه وي خبر شوي چې انشا الله په نږدې راتلونکو کې به بیا هم سره راټول شو او د خپل هېواد څخه د ننګې امر ته په ګډه ورودانګو .دا په حقیقت کې د افغانانو غونډه ده نه د کومې خاصې او ځانګړې ټولنې او یا کوم سیاسي نهاد جلسه .یقینا چې ټول هېوادپالونکي افغانان د پردیو د تیري له امله د خپلو هېوادوالو مرګ ژوبله او تېری نه مني او هغه په کلکه غندي .د غونډې بل وینا وال ښاغلی دکتور محمد فاروق اسمر وو چې د یو شمېر افغانانو په استازیتوب یې خبرې کولې .هغه وویل : له پلرني هېواد ګران افغانستان څخه ننګه او دفاع د ټولو افغانانو تاریخي او ملي رسالت دی .دا نه د کوم ځانګړي قوم او یا کومې خاصې ډلې کار دی بلکه دا په ټولو افغانانو فرض دی چې لکه د خپلو پلرونو او نیکونو په شان خپله خاوره وساتي .د ګوشتې په سیمه کې د پاکستانیانو وسله وال تیری په کلکه غندو او ورسره جوخت هیله لرم چې موږ افغانان هم په افغانستان کې دننه او هم له افغانستان څخه د باندې خپلو کې اتحاد او پیوستون وساتو ،دا وطن د ټولو افغاني اقوامو ګډ کور دی او ساتنه یې پر موږ ټولو فرض ده .باید هوښیار و اوسو چې د پردیو استخباراتي شبکې په موږ کې د پښتون ، تاجیک ، هزاره ، ازبک او بل او بل په نوم تفرقه وا نه چوي . د غونډې په بله برخه کې افغان مجاهد شخصیت اوپیاوړي ولسي شاعر ښاغلي عرب بیانخېل ته وار ورسېد او هغه د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې : د ډیورند کرښه د امیر عبدالرحمن خان او انګریز ترمینځ لاسلیک شوې نده بلکې دا د حایل او سولې یوه سیمه د لنډې مودې لپاره وټاکل شوه .موږ ډیورند کرښه نه منو پاتې شوه لا دا چې پاکستان راشي کونړ خپل کړي ؟ یا د افغانستان کومه بله سیمه ؟ ! دا د منلو وړ نده او تاسو ولیدل چې دغه شان تېریو ته لکه د شهید قاسم په شان مجاهدین او اتلان ودرېدل او یرغلګر یې تېښتې ته اړ کړل .هغه وویل : موږ ټوله ستونزه د افغانستان د دولت کمزوري او د نړېوالې ټولنې ناڅرګند سیاست له امله ګڼو چې موږ ته یې دا لانجې کرلي .له دې دولت نه وړاندې نه د مجاهدینو په وخت کې او نه له هغې وړاندې ، پاکستان پر افغانستان د یرغل جراُت ندی کړی ، خو اوس حتی په ځينو سیمو کې پاکستانۍ کلدارې چلیږي . ښاغلي بیانخېل د خپلو خبرو په پای کې خپل یو قطعه نوی شعر چې له همدې امله یې ویلی ، غونډې ته ولوست چې د حاضرینو له تودو چکچکو سره مخامخ شو . ورپسې ټولنیز شخصیت ښاغلي انجینر شاه جهان ساپي د یوې لنډې وینا په ترڅ کې له دې وروسته چې د افغانستان په اړه د پاکستان او ایران له چلند نه سرټکونه او کرکه وښوده ، دا خبره یې په څرګنده وکړه چې ملت کې د بې اتفاقۍ عوامل او خبرې نشته ، بس دا په اصطلاح ځیني روشنفکران او توپکسالاران دي چې په افغانانو کې د بېلتون زړي کري .زموږ د بریالیتوب راز زموږ په اتحاد او پیوستون او یو دبل په زغملو کې دی .د خدای په خاطر راځۍ دا سلیقوي ، سیمه ایزې ، قومي او ژبني توپيرونه سره ورک کړو او لکه یو موټی د یرغلګرو پر وړاندې ودریږو . زه له ټولو هغو افغانانو ګیله لرم چې یو شمېر یې د ننۍ غونډې څخه خبر وو، خو بیا یې هم و نه غوښتل راشي او د کونړ له بې وزلي ولس سره خپله غمشریکي وښیي .ننۍ غونډه د افغانانو ده ، د ټولو افغانانو.دا د کوم شخص او کومې ډلې نده .وطن د ټولو افغانانو دی او ټول هلته مساوي برخه لرو .بیا فرهنګبال شخصیت ښاغلي وسیم کاکړ وویل چې : د ټولو پېښو راز زموږ په اتحاد کې دی ، که افغانانو اتحاد او اتفاق درلود هیڅ یرغلګر طاقت به یې پر وړاندې و نه دریږي .هغه وویل چې په ډنمارک کې هم افغانان وېشل شوي او که چېرې یو بل وزغمي او په وړو خبرو یو له بل نه بېل نه شي او صادقانه یو بل ته لاس ورکړي ، پوره باور دی چې دا به ټولو افغانانو ته یو مثال شي .په غونډه کې ډنمارک مېشت ځوان افغان ښاغلي روح الله امیري هم وینا وکړه . هغه وویل : کله چې ډنمارک ته د افغانستان ولسمشر یا کوم بل ستر هیاُت راځي ، باید د ولسمشر اداره د ټولو افغانانو استازي راوغواړي او ددې ځای افغانان هم باید خپل شخصي مشکلات او افتخارات هغوي ته نه بلکې زموږ د افغانانو او په کمپونو کې د بېوزلو مهاجرو افغانانو ستونزي ورته یادې کړي ، موږ دلته یو سفارت ته اړتیا لرو . په ډنمارک کې موږ افغان ځوانان ، له خپل ګران افغانستان څخه د دفاع لپاره د سرپه بیه حاضر یو او چمتو یو چې د اړتیا په وخت کې ورشو او لکه دا نور هېوادوال د وطن د دفاع په سنګرونو کې ودریږو . له دې وروسته بحث د دیالوک بڼه غوره کړه او راغلو کسانو د موضوع په اړوند خورا تاوده بحثونه وکړل . د غونډې په یوه برخه کې یوسف هېواددوست په ډنمارک کې د افغانانو د شورا د هغه پیغام په باب هم یادونه وکړه چې د یوې ابلاغیې په ډول موږ ته رالېږل شوې ده .په دغه پیغام کې پر افغانستان د پاکستان دا جګړه له دا څلور لسیزو څخه یوه نا اعلان شوې جګړه یاده شوې ،د پاکستان ستراتیژي دا ده چې افغانستان په پرله پسې توګه نا ارامه وساتي .په دغه پیغام کې د پاکستان پر وړاندې سازش او کرنش په کلکه غندل شوی . هېواددوست دا هم یاده کړه چې له لرې او نږدې یو شمېر نورو ټولنو هم ننۍ غونډې ته د ښه نیت څرګندونه کړې وه . غونډه کې یوشمېر تنکیو ځوانانو لکه ښاغلي شپون او ښاغلي خیبر هم لنډې څرګندونې وکړې او یادونه یې وکړه چې باید په افغاني ټولنو کې موږ ځوانانو ته ډېره ونډه راکړل شي . د غونډې په پای کې ښاغلی عرب بیانخېل د قران پاک د څو مبارکو آیتونو په لوستلو سره د وطن د سپیڅلي شهید ارواښاد قاسم او نورو شهیدانو روح ته دوعا وکړه او حاضرینو له لوی خدای ( ج ) نه هغوي ته جنتونه او کورنیو ته یې د صبر هیله وکړه .