کور / سياسي / د بمبیرکو داستان

د بمبیرکو داستان

یوه ډول الوتونکي حشره ده ، راڼه وزرونه او ملایم جوړښت لري ، د ویالو په غاړو او ډنډونو باندې الوتنې کوي ، د پښتو په مختلفو لهجو کې شاید بیلابیل نومونه ولري ، موږ خپله ورته ( ستن ) وایو ، په دري کې ورته بمبیرک ، په عربي کې یعسوب او په ایرانۍ فارسي یې سنجاقک بولي ، چې ښایي له سنجاق ( ستن ) سره دتشبیه له وجې نومیدلي وي ، دحشراتو بیولوژي وایي چې دانسانانو په نسبت بې ازاره حشره ده ، خو نورحشرات دې خدای ترې ساتي ، ځکه پرواز یې ډیر سریع او پنجې یې زورورې دي ، چې عادي مچان او غوماشي په هواکې کې قپ کوي .

بمبیرک غومبسه پخوا یوازې دحشراتو دعلم په کتابونو کې لوستل کیده مګر په سیاسي او مطبوعاتي ډګر کې دغه نوم له هغه وروسته مطرح او مشهور شو ، کله چې د ۲۰۱۱ م کال دجون په ۲۱ نيټه حامدکرزي په کابل کې په یوه کانفرانس کې دامریکایانو لخوا حکومت ته ورکول کیدونکي سي ۲۷ ډوله ایټالوۍ الوتکې ( بمبیرک) وبللې ، او یوه نوع تمسخر یې پورې وکړ .

کرزي هغه ورځ ویلي وو ( امریکاییان موږ ته الوتکې راکوي خو، بمبیرک الوتکې، هغه الوتکې چې موږ بمبیرک ورته وایو، چې په خپله مخه کې یو ماشین لري، هغه چې هلکان زده کړه پرې کوي، پیلوټان چې لومړی الوتکه چلول زده کوي نو پر همدا شان الوتکو یې زده کوي، هماغه الوتکې یې د جنګي الوتکو په نوم موږ ته راکولې، خو موږ ورته وویل چې دا الوتکې نه غواړو )

سره له دې چې حامدکرزي هغه وخت د بمبیرکو دامریکایي خیرات له اخیستلو نه ډډه کړې وه ، مګر وروستي معلومات ښیي ، چې امریکایانو د ۲۰ اخیستلو شویو بمبیرکو له جملې ۱۶ دانې په کرزي باندې قبولې کړې ، او له ايټالیا څخه یې کابل ته نقل کړي دي .

داايټالوۍ جنګي طیارې چې په مطبوعاتو کې یې عکسونه راغلي ، هغه طیارو ته ورته دي ، چې ددوهم نړیوال جنګ په جوړو شویو فلمونو کې بمبار کوي ، ګومان کیږي چې دا به دایټالوي دیکتاتور موسولیني دوخت طیارې وي چې اوسني ایټالویان یې دفاشیزم دمیراث په حیث ساتل دځان لپاره عار بولي ، نوځکه یې لیلام ته وړاندې کړي دي .

د امریکا لخوا حکومت ته دورکړل شویو بمبیرکو په اړه دبي بي سي یو وروستی راپور وایي ، چې دغه طیارې تریوه کال الوت وروسته کباړ شوي دي ، دهوایي ځواک مسؤلینو بي بي سي ته ویلي چې الوتکې له ځایه دکاریدنې وړ نه وې ، مګر اوس چې کباړ شوې ، له امریکایي ځواکونو یې غوښتي ، چې له افغانستان یې وباسي ، ترڅو هوایي ډګر ترې خالي شي ، د بي بي سي په قول په دغو طیارو امریکایانو شپږسوه ملیونه ډالر ورکړي دي ، شپاړس طیاري یې افغانستان ته رانقل شوي ، او نیت دی څلور نورې په راتلونکي کې رانقل شي ، خو حکومت له امریکایانو غواړې چې دهغو نورو څلورو د راوړو په ځای دغه شپاړس بیرته له افغانستانه وباسي .

دهوایي ځواک دمسؤلینو په استناد بي بي سي وایي ، چې ددغو الوتکو ترګټه تاوان ډیر دی ، په یوساعت الوتنه دپنځو زرو ډالرو تېل خوري ، لوړه الوتنه نه شي کولای ځکه داکسیجن دکمیدو ستونزه په کې پښیږي ، په باداو باران کې هم نه شي پورته کیدلای ، ځکه وزن یې سپک دی او دا امکان شته چې باد یې یوسي ، په دې سربیره په رفتار کې هم خورا سستې او ټمبلې دي ، چې له کابل نه شینډنډ ته په دریو ساعتونو کې رسیږي ، نه پوهیږو چې له ایټالیا به په څو شباروزو کې رارسیدلي وي .

دغه بمبیرک امریکایانو دکرزي دحکومت دفاع وزارت ته د( جنګي هوایي ځواک ) په نوم ورکړي دي ، دجنګي الوتکو په اړه ویل کیږي چې ډیرې تیزې وي ، له کابل نه چې شینډنډ ته ملکي طیاره په یونیم ساعت کې رسیږي ، نو ددې جنګي بمبیرکو له دری ساعته مزل نه اټکولولای شئ ، چې له کرزي سره دامریکایي ستراتيژیک مشارکت او ملګرتیا نوعیت او د اخلاص کیفیت څنګه دی .

یوولس کاله وړاندې چې امریکایانو په افغانستان برید کاوو ، نو ترټولو لومړی یې دافغانستان د رادار ، دافع هوا او پوځي / ملکی هوایي چلند پنځوس کلن تاسیسات او امکانات له منځه یووړل ، هغه وخت کرزي ، ټلوالې او نورو دیموکراسي خېلو امریکایانو ته دبمبار لپاره کواردینات ورکول ، او که به دې ورته وویل چې ولې دومره ستره ناروا کوي او دافغانستان ملي تاسیسات له خاورو سره خاورې کوي ، دوی به ویل پریږده چې له منځه یې یوسي امریکایان به ددې په عوض هرڅه نوي او پیشرفته راته جوړ کړي ، او له افغانستان به جاپان جوړ کړي .

د نجیب دحکومت دسقوط په مهال ویل کیږي چې دافغانستان هوایي ځواک د ۴۰۰ او ۵۰۰ ترمابین هوایي طیارې او چورلکې درلودې چې دا دسیمې په سطحه ترټولو ستر هوایي ځواک وو ، مګر تنظیمي جګړه ماران دې الله تعالی تباه کړي چې دا ټول امکانات یې یا کباړ ، یا خرڅ او یا هم په خپل منځي جګړو کې له منځه یووړل ، کله چې دطالبانو دوره راغله ، نه یوازې یې دهوایي چلند شته امکانات خوندي کړل ، بلکې د قوي کولو لپاره یې له ټول غربت سره سره نهایي هڅې وکړې ، مګر داچې دنړۍ هیڅ هیواد ورباندې طیارې نه خرڅولې ، نو ځکه یې د دوبۍ په تور بازار کې څو الوتکې رانیولې ، دغه راز یې درادار ، او دافع هوا سیستم هم له سره ترمیم کړ ، مګر امریکایي یرغل دا ټول امکانات له خاورو سره خاورې کړل ، تردې چې دلوګر په هوايي کرښه د حفاظت لپاره کینول شوې ملکي طیارې او چورلکې یې هم له منځه یووړې .

که چیرې افغانستان له یرغله خلاص او یو سوچه اسلامي افغاني حکومت رامنځته شي ، افغانان دا حق لري ، چې له امریکایانو څخه دزرګونو ټانګونو ، توپونو ، وسلتونونو او نورو امکاناتو غوندې د ملکي او پوځي طیارو دله منځه وړلو پوښتنه هم وکړي ، دا چې امریکایان په کرزي باندې په زور د بمبیرکو خیرات مني ، هڅه کوي ، دافغانستان دملي امکاناتو د له منځه وړلو له پوره ځان خلاص کړي ، خو افغانان پوهیږي چې دا دګوډاګيانو او بادارانو ترمنځ خپلمنځي معامله ده ، او امریکایان به هیڅکله ددوهم نړیوال جنګ دوخت په کباړي طیارو باندې دافغانستان دپرمختللیو جنګي او ملکي طیارو دله منځه وړلو له دعوې ځان خلاص نه شي کړای .

کرزی چې دکباړي بمبیرکو ناخواسته خیرات ورباندې منل شوی دی ، دا مې ورته مشوره ده ، چې ددوهم نړیوال جنګ دغو طیارو ته یو ښه ګاراج جوړ کړي او په کې خوندي یې کړي ، ځکه داطیارې که نور هیڅ نه وي تاریخي ارزښت لري ، څه موده وړاندې جرمنیانو دهټلر دجنګي ځواک هغه طیاره دبریتانیا له سمندر څه راوکښله ، چې په دوهم نړیوال جنګ کې په بریتانیا دبمبار په مهال دلته غورځیدلې وه ، جرمنیان وایي دغه طیاره چې عیني ايټالویو بمبیرکو ته ورته ده ، تاریخي ارزښت لري ، کرزي که څه هم ددوهم نړیوال جنګ یو پولینډۍ ټانګ یې له لاس ووت ، او بیرته یې پولینډ ته وسپاره ، نو دغه طیارې خو باید له لاسه ترې ونه وزي .

ځکه دغه طیارې لکه څرنګه چې دهوایي ځواک مشر جنرال وهاب وردګ وایي نور دهیڅ ثمر نه دي ، او یوازې یې ځای نیولی دی .