کابل: دکابل پوهنتون استادانواومحصلینودڅوورځوراهیسي اعتصاب پیل کړي دي. راپورونه وایې چي نن هم دکابل پوهنتون استادانو چي شمیر یې سلګونوتنوته رسیدي خپل لاریون ته دوام ورکړي. خبر وایې دپوهنتون داستادانوداعتصاب له امله دکابل پوهنتون داړوندوپوهنځیودروازي تړل شویدي. امنیتي ځواکونه هیچا ته اجازه نه ورکوي چي دپوهنتون دننه انګړ ته ورشي اوداستادانوسره خبری وکړی اویا ددوی انځورونه واخلي.خبريالانوته اجازه نه ده ورکړل شوې چي د ننه ورشي خوبيا هم د لوړو زده کړو وزارت چارواکي دا مني چې لاهم د دغه پوهنتون د استادانو اعتصاب روان دى.دکابل پوهنتون داستادانودرسي اعتصاب له هغه وروسته پيل شوچې دټولنيزوعلومودپوهنځي دهزاره توکموځينوزده کونکو محصلینودډوډۍ دنه خوړلوپه اعتصاب لاس پوري کړي اودهغه پوهنځي درئیس اويو تن استاددلرې کولوغوښتنه یې کړې وه.وروسته دحامدکرزی دوه لوړپوړي سلاکلاران دلوړوزده کړودوزیر په ګډون بیله دي چي دپوهنتون دعلمي شورا دغړوسر ه وویني اوداعتصاب علت اوانګیزه پیداکړي ،سمدستي دهزاره توکمومحصلینو ډلي ته ورغلل اوددوی ټولي غوښتني یې بیله څیړنواو پلټنوومنلي. دجمهوری ریاست سلاکارانوښاغلو شهراني اواسپانتا ددي بیړني پریکړی دکابل پوهنتون دزیاترواستادانواوسلګونومحصلینودصبرکاسه نسکوره کړله ،اوددي پریکړي پرضدیې یوبل پراخ لاریون پیل کړي ،چي تر اوسه پوري دوام لري. دپوهنتون استادان وایې ،دهزاره توکموکوچني ډلي محصلینواعتصاب سیاسی بڼه درلوده ،ځکه چي یادمحصلین دپوهنځۍ دتعلیمي نصاب په پوره کولوکي پا ته راغلل اوددوی دازمویني نتیجي هم کمزوري وي .
له هغه وروسته چې دغې کشالې او شخړي سياسي بڼه خپله کړه دلوړوزده کړووزارت په دي اړه یوځانګړي پلاوى وټاکي چې ددغې پېښې اصلي لاملونه روښانه کړي.په پام کې ده چې دغه پلاوی به په راتلونکو اتو ورځوکې خپلې نتيجې په ډاګه کړي.
په همدې حال کې داسې ګونګوسې هم اورېدل کېږي چې دغه اعتصاب نوروپوهنتونونو، دکابل پوليتخنيک، طبي پوهنتون اويو شمېر دارالمعلمينونو ته هم غځول شوی دى.