د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایي، چي دم ګړۍ سوریې ته د پلی امریکایي ځواکونو د استولو نیت نه لري.
اوباما کوستاریکا ته د سفر پر مهال څرګنده کړه، که چیرته په سوریې کي له کیمیاوي وسلې څخه کار اخیستل شوی وي او د دې تایید وشي، نو موضوع به له نړیوالې ټولنې سره شریکه کړي.
د امریکا ولسمشر په دې برخه کي د احتیاط غوښتنه وکړه او ویې ویل چي ، دا مهمه ده چي ، د هغو عواقبو مخه ونیول شي چي ؛ عمدي نه وي.
د سوریې رژیم او د هغه مخالفان یو بل د کیمیاوي وسلې په استعمالولو تورنوي.
د اوباما تر خبرو یوه ورځ مخکي د امریکا دفاع وزیر چک هیګل ویلي وو؛ په دې اړه به خبرې اترې ډیر ژر پیل شي چي ؛ د سوریې د رژیم مخالفانو ته وسلې ورکړل شي، که څنګه؟
امریکا غواړې، چي په سوریې کي د بشار الاسد رژیم لرې سي.