د امريکا ولسمشر بارک اوباما، يو تجربه کاره ډيپلومات د افغانستان او پاکستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه معرفي کړ.
”د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري په يوه اعلاميه کي وايي چي ؛ د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو ته يې په ټليفوني تماس کي ويلي چي ؛ جيمز ايف دابنز ومنله څو د دغو هېوادونو لپاره د امريکا د ځانګړي استازي په توګه خدمت وکړي. دى د سيمې په اړه ژور او اوږدمهاله درک لري، دابنز تر دې مخکي د اروپا په چارو کي د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير و؛ چي په اروپايي ټولنه کي يې د امريکا د سفير په توګه هم دنده ترسره کړې ده