د لوړو زده کړو قانون د ولسي جرګي لخوا رد شو. د تير په څير د وکيلانو تر منځ د اختلاف مهم ټکي هماغه د پوهنتون او دانشګاه مسايل وو. له همدي سره جوخت د ټولنيزو علومو پوهنځۍ د ريس، استادانو او محصلينو تر منځ موضوع هم د رسنيو د سر ټکي وګرځيدل. خدای شته د ټولنيزو علومو د ريس او استاد په وړاندي د افغان ولسمشر غير عادلانه پريکړی غمجن کړلو. ځکه زه خپله ډير وخت د دی سره مخامخ شوی يم چه هر کله به يو نالايق محصل ناکام شو نو د خپل حيثيت او آبرو د پرځای کولو لپاره به يي ويل چه زه استاد ناکام کړي يم ولا زما سره يي تعصب وکړ ….. زمونږه يو ډير معظم او د قدر وړ استاد ډاکټر عبدالقهار ثمين چه نه يواځې خپلې د ماستری او ډاکټری زده کړې يي د امريکا د متحد ايالتونو په لمړی درجه پوهنتونونو کښی ترسره کړيدی ، بلکه په همدې پوهنتونونو کښی د استاد په حيث هم پاتی شويدي او علمی اثار او ليکنی يي هم د قدر وړ دي، تير کال څو ځله د يو شمير نالايقه او ناکامو محصلينو په وسيله د ملت کور ته حلب کړل شو. سربيره پر دی د ولسمشر د لمړی مرستيال مارشل صاحب لخوا هم څو ځله ورته اخطارونه ورکړل شول. زما هغه صحنه اوس هم په ياد راځې چه مونږه دوه دری کسه ځوان استادان د ډاکټر صاحب سره يو ځای د پوهنتون په خوا کښي د افغانستان د موسيقی د ملی انستتيوت په کوڅه کښی روان وو. ناڅاپه استاد مونږه ته مخ راواړاوه چه ای ځوانانو ايا ستاسو نظر په دی اړوند څه دی زه په خپل عمر کښی چه ټول می په استادی کښی تير کړی دی او څو ځله می د پوهنځی رياست هم کړی دی له داسې پيښې سره نه يم مخ شوی، آيا دا محصلين بيرته کامياب کړم. استاد خپل پورتني کليمات په ډير ژړغوني اواز سره وويل او اوف يي وکړ چه زه ولاکه تعصب پيژنم داسی نه چه په دغه اخر کښی می نوم بدشی. مونږه ورته په ځواب کښی وويل چه استاده که تاسو دا کار وکړی نو محصلين به زمونږه په اوږو راسپاره شي. ځکه چه تاسو ډاکټر او پوهاند ياستی او اوس تقاعد ته هم نږدی يي که تاسو ناکام محصلين کامياب کړی نو مونږه خو ناکام څه چه په صنف کښی به هم محصل ته دومره ونه شو ويلی چه هلکه له دی ځای جګ شه او هلته کښينه. ډاکټر صاحب د خير يوسی په خپله خبره ټينګ ودريد او بيا دې د پوهنځی ريس خير يوسی چه د مارشل خوله يي هم وربنده کړه.
د بحث اصلی موضوع ته راځم او هغه دا چه په فيس بوک مې د يو استاد لخوا چه اوس خپلی د ډاکټری زده کړی په يو بهرنی هيواد کښي پر مخ وړی، يو پوسټ وليد : هغه داسی چه د ايرانيزم په وړاندی د مبارزي قربانی استاد محترم پوهنمل فيصل امين يوه ويډيو يي خپل وال ته پورته کړی وه او تبصره يي هم ورسره ليکلی وه. دغه استاد له پوره منطق نه په ګټی اخيستنی سره داسی ليکلی وو “زه په دی اړوند چه ايا د فيصل امين سره ښه کار وشو او که بد تبصره نه کوم خو دا وايم چه ما د فيصل امين يوه مقاله ولوستله او په هغي کښی يي ۹۰ سلنه اخځليکونه ايرانی وو، نو دی څنګه خپل ځان ته دا جرأت ورکوی چه د ايران په وړاندی مبارزه وکړي” . ما نه غوښتل چه له دغه استاد سره بحث وکړم ځکه زما او د ده تر منځ يو نزاکت موجود وو او مخکی مو فيصله کړی وه چه زه او ته به پر دغه مسايلو سره بحث نه کوو خو طاقت می ونه شو. ما ورته په کامنټ کښی وليکل په کوم پوهنتون کښی چه زه درس وايم ۹۰ سلنه بهرنی زده کونکي چينايان دی او اوس په هر برخه کښی د امريکا او چين سيالی ښه سره په درز روانه ده او نږدی دی چه امريکا رالاندي کړی. خو هغه چينايي محصلين دلته راځی او درس وايي، بيرته ځی او د امريکا په وړاندی د خپلو ملی ګټو ځخه دفاع کوی. نو که داسی وی دغه چينايي محصلين بايد د امريکا غلامان و اوسی او خپل چينايي کلتور او دودونه بايد پريږدی او امريکايي هغه بايد غوره کړي. استاد چه بی ځوابه شو نو داسی يي راته وليکل “ايرانيان که ۱۰۰ کاله نور هم ورباندی تير شی نو زما، ستا او فيصل امين سره نشی برابريدلای.” د ده مطلب خو برعکس وو يعنی ما ته يي ويل چه مونږه او تاسو ۱۰۰ کاله له ايران نه شاته پاتی يو. ما ورته وليکل چه استاده دا خو رښتيا ده چه زه او ته ۱۰۰ نورو کلونو ته اړتيا لرو تر څو د ايرانيانو په شان وطن پاله و اوسو او له خپلو ملی ګټو نه دفاع وکړو. استاد بيخی بی ځوابه شو او خپل پوسټ يي ډيليټ کړ.
تر څو به مونږه افغانان پردی او خپلی شخصي ګټی په ملی ګټو بهتره بولو. زما په اند نور د دی وخت تير شويدی تر څو په خپلو پخوانيو شاهانو باندی و نازيږو. مونږه بايد خپله کار وکړو هغو رحم اله عليهما خو چه هر څه کړی دی زمونږه وياړ دی نو ای افغانه ته هم نورو ته وياړ جوړ شه نه چه د هغوی د سرټيټي لامل وګرځې. که چيری څه موده نور هم په دی حالت پاتی شو نو نه يواځی چه ايراني کلتور او دودونه به زمونږه پلرني کلتور عوض کړی بلکه شعيه مذهب به مو هم رسمی مذهب وی. زمونږه تاجک وروڼه خو هسی هم فيصله دی او زه نه پوهيږم چه دوی د ايران څخه ګومه ګټه ليدلی ده چه داسی ټينګ يي له لکی نيولی دی . تاسو په دی له دوی نه مه خوشحاله کيږی چه ژبه مو ورسره شريکه ده هغوی مو بيخ ته ايښې ده.
د يو سوکاله او اباد افغانستان په هيله