پېښور:په خیبر پښتونخوا کې د افغان محصلینو د اتحادیې رهبري هیئت په اسلام اباد کې له افغان سفیر محترم محمد عمر داودزی سره وکتل ،د هیئت مشري د افغان محصلینو د اتحادیې رئیس نجیب ننګیال وکړه ،ورسره د کابینې غړواحمدالله عزیر ،خلیل کریمي ،اباسین صدف او هدایت الله ګډون درلود. نجیب ننګیال د افغان محصلینو په ستونزو او د اتحادیې په فعالیتونو رڼا واچوله ،افغان سفیر محصلیینو ته د هر راز ستونزو هوارولو پوره ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې ځوانانو ته ددې هیواد ضرورت دی. مسلکي کدرونو ته ددې اولس سترګې دي. محصلين بايد له خپلو مسئوليتونو ښه خبر وي او خپلو زده کړو ته ډيره پاملرنه وکړي. په پای کې محصلينو د سفير له همکارۍ مننه وکړه.