په پنجوايي کي (٥٢) ماينونه کشف او خنثي سويدي
د كندهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي تيره ورځ ، دکندهار ولايت په پنجوايي ولسوالى کي، ګډو افغان امنيتي ځواکونو (٥٢) کړۍ ماينونه کشف او خنثى کړي دي، ياد (٥٢) کړي ماينونه د چانيزو عملياتو په نتيجه کي د ملي پوليس او ملي اردو لاس ته ورغلي دي.
دغه ماينونه د ياد ولسوالى د بدوان په سيمه کي د افغان ګډو ځواکونو له خوا موندل سوي دي.
وسلوالو مخاليفنو غوښتل د دغه ماينونو په واسطه د سيمي امنيتي حالت ګډوډ کړي او امنيتي ځواکونو او عامو وکړو ته صدمه ورسوي خو افغان ملي پوليس او ملي اردو د ايساف ځواکونو پرته ، د دغه چاڼيزو عملياتو په واسطه توانېدلي چي په يواځي توګه د سيمي څخه ټول ماينونه کشف او شنډ کړي او د سيمي د امنيتي حالت د ګډوډېدو مخه ونيسي.
د يادوني وړه ده چي د تيري ورځي په دغه عملياتو کي امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هيڅ ډول زيان ندي رسېدلى او عمليات په موافقانه توګه پاي ته رسېدلي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه