پېښور : د پاکستان د ملي اسامبلۍ نويو غړو ته د پيپلز د گوند پخوانۍ سپيکرې فهميده مرزا سوگند ورکړو. د پاکستان د مسلم ليگ (ن) مشر نواز شريف څوارلس کاله وروسته د پاکستان د ملي اسامبلۍ غړى شو. د مسلم ليگ (ن) نهو ښځو او يو لږه کي کانديد د رسمي اعلاميې د نه شتون له امله سوگند پورته نه کړى شو. مسلم ليگ (ن) د ١٨٦ څوکيو په لرلو په ملي اسامبلۍ کې مخکښ گوند دى. پيپلز گوند د ٣٩ څوکيو په لرلو دويم مقام لري. د پاکستان تحريک انصاف ٣٥ څوکيو په لرلو دريم، متحده قومي موومنټ ٣٢ څوکيو په لرلو څلورم، جمعيت العلماء اسلام (ف) ١٤ څوکۍ، مسلم فنکشنل ٦ څوکۍ ، پښتونخوا ملي عوامي گوند او جماعت اسلامي ٤، ٤ څوکۍ لري. په نورو گوندونو کې نيشنل پيپلز گوند ٣، مسلم ليگ ق ٢ څوکۍ ترلاسه کړي دي. په دې ډول عوامي نيشنل گوند، بلوچستان نيشنل گوند، قومي وطن گوند، مسلم ليگ ضياء گروپ، نيشنل پارټي، عوامي مسلم ليگ، عوامي جمهوري اتحاد آل پاکستان مسلم ليگ يوه يوه څوکۍ گټلې ده او ٧ خپلواک کانديدان ملي اسامبلۍ ته رسيدلي دي. او د لسو حوزو ټاکنې پاتې دي.