د ايران د پرله پسې لاسوهنو پر وړاندې د ځوانو ملي خوځښتونو د لاريون پرېکړه ليک
کابل:له هغې ورځې چې د امريکې په مشرۍ نړيوال ځواکونه افغانستان ته راغلي، ایران چې زموږ په کورنۍ جګړه کې په نېغ او څرګند ډول ښکېل و، پر افغانستان يو پراخ فرهنګي، اقتصادي او ترهګريز يرغل پيل کړ. په دغه يرغل کې که له يوې خوا د ايران پټو او ښکاره ګوډاګيانو لاس درلود، له بلې خوا د حامد کرزي په مشرۍ د واکمنې ادارې بې کفايتۍ او بې ننګۍ هم بد رول ولوباوه. څنګه چې د کرزي ادارې د ايراني نفوذ پر وړاندې هېڅ ډول حدود او سرې کرښې ونه ټاکلې، دا دی اوس ايران په ارګ، حکومت، ملي شورا، رسنيو او پوهنيزو مرکزونو کې دومره نفوذ کړی، چې په ډېرې آسانۍ کولای شي په افغانستان کې بحران، اړودوړ او بلوا ته لمن ووهي.
څرنګه چې واکمنه اداره په دې کې پاتې راغلې چې د ګاونډيو لاسوهنو پر وړاندې د افغانستان له ملي ګټو او ارزښتونو دفاع وکړي، ځوانو ملي خوځښتونو او ګڼ شمېر مدني ټولنې هوډ کړی، چې نور به د ايراني او پاکستاني لاسوهنو پر وړاندې لاسونه سره يو کوي او د ايران سفارت پر وړاندې له لاريون سره به د خپل قيام پيل اعلانوي.
موږ د همدغه لاريون له لارې لومړی پر افغان دولت غږ کوو، چې:
۱ – د ايران او پاکستان پر سفارتونو بايد کلکه څارنه پيل شي او ټول هغه شکمن کسان چې له اړتيا پرته دغو سفارتونو ته تګ راتګ کوي، تعقيب شي او پلټنه دې ترې وشي.
۲ – دولتي چارواکي بايد ايران ته له بې پوښتنې سفرونو منع شي او که چېرې کوم تنظيمي يا سياسي مشر يا قومندان ايران ته سفر کوي، بايد د سفر د موخې په اړه تحقيق ترې وشي.
۳ – هغه پوهنيز، رسنيز او ديني مرکزونه چې د ايراني نفوذ شک پرې کېږي، بايد د ځانګړو پلټنو په ترڅ کې يې د تمويل منابع، نصاب او تدريسي مواد وکتل شي. که چېرې د ايران لاس پرې ثابت شي بايد سمدستي وتړل شي او مسوولينو ته يې سزا ورکړل شي.
۴ – هغه ايرانی مرکز چې د کابل په پوهنتون کې جوړ شوی او دنده يې يوازې د زهرو خپرول دي، بايد سمدستي وتړل شي او د ژورنالېستانو هغه اتحاديه چې د (رسانه های ارزشی اسلامی) په نامه د ايران له خوا جوړېږي، په غوڅه توګه يې بايد مخه ونيول شي.
۵ – هېڅ دولتي يا نادولتي بنسټ بايد حق ونه لري، چې له ايران څخه په مستقيم ډول مرستې ترلاسه کړي. لومړی خو بايد د ايران له هر ډول مرستو ډډه وشي، خو که چېرې ايران له خپلو کرغېړنو پلانونو لاس اخلي او غواړي خپل روغ نيت څرګند کړي، د افغانستان له دولت سره دې په رسمي ډول نغده مرسته وکړي چې دولت يې د خپل پلان او اړتيا له مخې ولګوي.
۶ – د ايران او پاکستان پر ټولو تحصيلي بورسونو دې بنديز ولګول شي. که د افغانستان دولت د پاکستان پوځي بورسونه ردوي، بايد د ايران له هر ډول تحصيلي مرستو ډډه وکړي. په زړه پورې دا ده چې ايران په خپلو ښوونځيو کې زموږ پر ماشومانو بنديز لګوي، خو بيا په ډېر سخاوت سره يو شمېر ځانګړيو کړيو ته په قم او نورو ورته مرکزونو کې تحصيلي امکانات برابروي.
۷ – د مالوماتو له مخې همدا اوس په قم کې په لسګونه زره افغانان په زده کړو بوخت دي، چې ډېر زر به د سپاه پاسداران د استازو په توګه افغانستان ته راولېږل شي. موږ کلکه غوښتنه کوو، چې د قم تحصيلي اسناد بايد په افغانستان کې نا چله اعلان شي او هر هغه افغان چې په ايران او پاکستان کې شخصي تحصيل هم کوي بايد له افغان دولت نه رسمي اجازه ترلاسه کړي او له هغې پرته يې بايد تحصيلي اسناد بې اعتباره وګڼل شي.
۸ – هغو کسانو چې پخوا په ايران کې تحصيل کړی دی، بايد اسناد يې په جدي توګه وارزول شي او د افغانستان په حساسو ادارو کې يې له استخدام څخه ډډه وشي.
۹ – څرنګه چې ايران اوس په سايبر ټکنالوژۍ کې لوی لاس لري او له دغې ټکنالوژۍ څخه د استخباراتي موخو لپاره پراخه ګټه اخلي، د افغانستان دولت او خلک بايد په دې برخه کې ډېر محتاط اوسي او له هر ډول ايراني سختکاليو ( هارډ وير) او پوستکاليو (سافټ وير) له پېرودولو او کارولو ډډه وکړي.
۱۰ – موږ افغان دولت ته نور حق نه ورکوو، چې د افغانستان د ملي ګټو، ملي ارزښتونو، ملي هويت او د افغانانو د حيثيت په بيه ايران او د ايران بې ننګه ګوډاګيانو ته باج ورکړي. که چېرې تر دې وروسته افغان دولت په ايران کې د خپلو مهاجرينو له حقونو دفاع ونه کړي، زموږ مدعي به افغان دولت وي.
موږ د افغانستان پر مېړني ولس غږ کوو، چې:
۱۱ – افغانستان د خپل تاريخ له ډېرو حساسو شېبو تېرېږي. ګاونډيان ډېره هڅه کوي زموږ تر منځ نفاق واچوي او په خپله ګټه مو استعمال کړي. راځئ چې د دښمن د دسيسو پر وړاندې ځانونه ويښ کړو، د يوه واحد افغان ملت په توګه سره يو موټی شو او ټولو پرديو لاسوهنو او په ځانګړې توګه د پاکستان او ايران پټو او ښکاره تېريو ته د ملي يووالي په روحيه ځواب ووايو.
۱۲ – زموږ په اند په اوسنيو شرايطو کې د ملي مصطلحاتو او نورو ورته مسايلو پر سر د ناندريو راپورته کول يوه سنجول شوې ايرانۍ دسيسه ده، چې يو شمېر احساساتي کسان يې په بې خبرۍ کې ښکار کېږي. داسې مسايل چې د تفاهم په فضا کې علمي او تحليلي بحث ته اړتيا لري او د پرېکړې صلاحيت يې له لويې جرګې سره دی، نبايد چې اوس مطرح شي او زموږ تر منځ د نفاق لامل شي.
په پای کې موږ د ايران پر حکومت غږ کوو، چې:
۱۳ – افغانانو د اسلام لپاره او د پرديو يرغلګرو پر وړاندې د سيمې د خپلواکۍ لپاره ډېرې لويې قربانۍ ورکړې دي او نن سبا د خپل تاريخ سختې ورځې تېروي. افغان ولس به په دې سخته ورځ کې نه د چا ښېګڼه هېره کړي او نه هم د چا بدګڼه. که چېرې له موږ سره د اسلامي ورورۍ لېوالتيا لرئ، نو زموږ د ورورۍ غيږه درته خلاصه ده، خو که چېرې تاسې زموږ د اېلولو او وېشلو نيت په سر کې لرئ، نو موږ هم اړ يو چې يو ځل بيا هوتکي او ابدالي تورو ته لاس کړو او د ګرګين په څېر مو یو ځل بيا پزه پر خاورو وموښو. دا مه هېروئ چې موږ د شاه محمود او سيدال خان او آزاد خان لمسيان يو.
۱۴ – موږ په ايران کې د افغانانو اعدامول، نيول، ځورول او په غير انساني ډول له خپلې خاورې شړل په کلکه غندو. په دې وروستيو کې پر ګډه پوله د بېګناه او ناچاره افغانانو وژنه او له خپلو ميندو پلرونو څخه د څه باندې زرو معصومو ماشومانو بېلول او راشړل هغه چنګيزي جنايتونه دي، چې تاريخ به يې هېر نه کړي. موږ خبرداری درکوو، چې که چېرې دغه ډول جنايتونه بيا تکرارېږي، موږ به يوازې د خپل دولت پر احتجاج بسنه ونه کړو، بلکې د تلافۍ پر جدي لارو چارو به غور او عمل وکړو.
په افغاني غيرت
ځوان ملي خوځښتونه