کابل:په افغانستان کي دخامانیوزویب پاڼه دنن ورځي په یوه خبرکي وایې ،چي دافغانستان لویه څارنوالي حکم صادرکړي چي دملي اردودلوی دستریز شیرمحمدکریمي زوی احمد ضیآکریمي دي ونیول شي.
دلوی څارنوالي ویاندبصیرعزیزی وایې ،چي داحمد ضیآ کریمي دنیولوحکم ځکه وشو،چي دپیښې په هکله دافغان پولیس دډبولوپه اړه هراړخیزي څیړني ترسره شي. افغان پولیس محمدکبیر ددوشنبه په ورځ ددندي پروخت داحمدضیآ کریمي لخواه هغه وخت وټکول شو،چي نوموړي داحمد ضیآ کریمي څخه دهغه دموټراودده داسنادوغوښتنه وکړه.وروسته افغان پولیس دښاغلي کریمي اودده دملاتړوسرتیرولخواه وډبول شو. دغه افغان پولیس دسر په برخه کي ژور ټپ لری.
د لویي څارنوالي ویاند وایې چي دپیښي په هکله به دافغانستان دملي دفاع وزارت دنظامي څارنوالي سره په ګډه څيړني اوپلټني ترسره شي اودټپي شوی افغان پولیس نه به هم ځانګړي تحقیقات پر لیکه شي.