کور / تازه خبرونه / په اورکزيو ايجنسۍ کې ٢٣کسان وژل شوي

په اورکزيو ايجنسۍ کې ٢٣کسان وژل شوي

اورکزۍ ايجنسي: په اورکزيو ايجنسۍ کې د وسلوالو او امنيتي ځواکونو تر مينځ په نښته کې شل وسلوال او درى امنيتي سر تيري وژل شوي او پنځلس امنيتي سر تيري ټپيان دي .وسلوالو د اورکزۍ او کورمه ايجنسۍ تر مينځ د سمو په سيمه کې د امنيتي سر تيرو پر پوسته بريد وکړ چې لامله يې درى امنيتي سر تيري وژل شول او پنځلس ټپيان شول دامنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې شل وسلوال وژل شوي او په سيمه کې عمليات روان دي