پېښور:دتحريک انصاف دگوندغړى پرويزخټک٨٤ وټونودترلاسه کيدو له امله د خېبرپښتونخوا اعلى وزيرټاکل شوى دى ددې ټاکنې لپاره د خېبرپښتونخواداسمبلۍ غونډه دوياند اسد قيصرپه مشرۍ وشوه چې دتحريک انصاف دگوند غړى پرويزخټک ،دمسلم ليگ د گوندوجيهه الرحمان او دجمعيت العلمااسلام ف دگوند لطف الرحمان کانديدان شول چې وجيهه الرحمان د لطف الرحمان لپاره له کانديدۍ څخه لاس واخيست اوسيالي د پرويزخټک او لطف الرحمان ترمنځ شوه په پاييله کې دتحريک انصاف دگوندغړى پرويزخټک٨٤ او دجمعيت العلمااسلام ف دگوند لطف الرحمان ٣٧رايي ترلاسه کړې ،پرويزخټک اعلى وزيروټاکل شوله نوموړي سره دقومي وطن گونداو د جماعت اسلامي دگوند ملاتړمل دى