کابل : دسره صلیب نړیوالي کمیتي په ننګرهارکي ددوی پردفتر باندي دوسله والوبریدله کبله خپل فعالیتونه په افغانستان کي دیوه نا مالوم وخت لپاره وځنډول .ددي کمیتي ویاند عبدالحسیب رحیمي ،نن رسنیو ته په ډاګه کړه ،چي په جلا ل آبادکي دتیري ورځي دبریدله امله یی دننګرهارولایت اودهیوادپه ( ۱۸ )نورولایتونوکي خپل کاراو فعالیت ځنډوي.
داپه داسي حال کي ده چي ،پرون په جلال آبادکي دسره صلیب پردفتر وسه وال بریدترسره شو،چي په پایله کي ددي دفتریوافغان ساتونکی وژل شوی ، یوبهرني اودوه افغان کارکونکی ټپیان شویدي. دبرید پړه تر اوسه هیچاپه غاړه نه ده اخیستي.
ددي کمیټې ویاندرحیمي زیاته کړه چي دسره صلیب نړیواله کميټه د( ۱۹۷۹) کال را هیسي په افغانستان کي فعالیت کوي اودکابل په شمول په (۱۷ )ولایتونوکي خپل چارې پرمخ بیا یې . دهغه په وینا دسره صلیب کمیټه یوه بیطرفه اوناپیلي اداره ده ،چي دضرورت په وخت کي داړوندکسانوسره انساني او بشري مرستي کوي او په هیڅ کوم دولت یا سیاسي ارګان پوري اړه نلري.دننګرهارولایت دولتي چارواکي وایې ،چي پرسره صلیب باندي دوسله وال بریدشپږتنه بریدکونکي هم وژل شوی دي .دسره صلیب نړیواله کمېټه ۱۵۰ کاله مخکې تاسیس شوه اوپه افغانستان کې یې دفعالیتونوموده دېرشوکلونوته رسېږي. دمګړي په افغانستان کې ددغه سازمان( ۱۸۰۰ ) تنه بهرني اوکورني کارکونکي په فعالیت بوخت دي.
له معلولینوسره پر پښودرېدوکې مرسته، د جګړې قربانیانوسره روغتیايي مرستې، دغذايي او غیر غذايي موادو وېش، په کوردننه له بې ځایه شویوکسانوسره مرستې ،ددولت اومخالفوډلودبندیانودتبادلي په پروسه کي فعا ل ګډون د دغه سازمان له فعالیتونوڅخه دي.