کور / تازه خبرونه / یوه ډله ځانمرګي بریدګردکابل په ښارکي ونیول شول

یوه ډله ځانمرګي بریدګردکابل په ښارکي ونیول شول

کابل: دافغانستان دامنیت لوی ریاست خبر ورکوي ،چي په کابل کي دتصفیوي عملیاتو په ترڅ کي دیوي شپږ کسیزي ډلې ځانمرګي بریدګروڅخه یوتن مړ اوپنځه تنه نورچي دسراج الدین حقاني په ګروپ پوري یې اړه درلوده،ونیول شول.
دملي امنیت مرستیال رسنیوته وویل،چي دکابل په اوولسمه حوزه کي دبغلان ولایت اوسیدونکی ملاتورګل په مشري دغه ځانمرګي کسان چي په یوه پت ځای کي یې شتون درلودي اونوروته یې دځانمرګیوبریدونولارښووني کولي .دکره مالوماتوله مخي دامنیت چارواکوته ددوی پته مالومه شوه اووروسته دیوي نښتي په جریان کي ونیول شول.هغه زیاته کړه چي دوی دنیولو په وخت کي مقاومت پیل کړي اودوسله والي نښتي وروسته یو تن یې مړاونور يې ژوندي ونیول شول.
دامنیت ریاست دمرستیال په وینا ددوی څخه پنځه واسکټونه چي هرواسکټ یې پنځه کیلوګرامه وزن درلودي،یو پیکا ماشیندار،څلورمیله کلاشنیکوفه دشلوشاجوروسره،یوراکیت،۱۳RPG7 لاسي بمونه،اته موبیل تیلفونونه دافغانستان اوپاکستان دسیم کارت سره اونوري تبلیغاتي پاڼي اونقشي لاسته راغلې دي.نیول شوي کسان دامنیت ریاست تر څیړني لاندي دي اوددوی دنوروملګرودڅرک په اړه پلټني روانې دي.