کور / تازه خبرونه / پاکستان:ډرون برید بشري حقونه زیانمنوي

پاکستان:ډرون برید بشري حقونه زیانمنوي

اسلام اباد:د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلاميه کې په شمالي وزیرستان کې پر امریکايي ډرون برید خواشیني ښودلې.په اعلامیه کې ویل شوي، پاکستان څوځل ویلي چې د ډرون بریدونه تر ګټې تاوان ډېر لري پر دې بریدونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله رسي، بشري حقونه زیانمنوي، او دا بریدونه د ملي حاکمیت له اصولو، ځمکنۍ بشړتیا او نړیوال قانون څخه سرغړونه ده.