نن چهارشنبه دسهار پر څلور بجو، شپږو ځان مرګو بریدکونکو د پنجشېر ولایت مقام پراداري ودانۍ برید وکړ.
دپنجشېر قومندان امنیه نظیم خان پېښه تاید کړې او رسنیو ته وویل چي لومړی یو برید کوونکي د ولایت په دروازه کښي ځان وچاودئ، او پاته پنځه برید کوونکو دموټر په زریعه د ولایت او امنیه قومندانۍ ودانیو ته ننو تل. دنظیم خان په قول له برید کوونکو سره دوه ساعته جګړې دوام درلود چي بریدکوونکي پکښي ووژل سول. دپنجشېردوالي ویاند وايي چي ټولو برید کوونکو د پولیسو لباس اغوستئ ؤ او له چاودېدونکو توکو په یو ډک موټر کښي له سپکو او درنو وسلو سره راغلي ول.
افغاني خبري سرچینې دپنجشر دچارواکو په حواله وايي چي له برید کوونکوڅخه په سیمه کښي سپکي او درنې وسلې هم پاته سوي دي، خو برید کوونکي د موټر په چاودلو نه دي توانېدلي. د والي ویاند دا هم وايي، چي د سوي برید په اړه پلټنه پیل سوې ده چي برید کوونکي له کومي لاري پنجشېر ته داخل سوي ول. ددغه برید په نتیجه کښي کښي د ولایت ودانۍ سخته زیانمنه او سوځېدلې ده، سیمي ته د اور وژني مامورین رسېدلي دي.
طالبانودیاد برید مسؤلیت منلي او ادعا کوي چي په دغه بريد کښې اته حکومتي چارواکوته مرګ ژوبله اړولې ده.