کابل: دکابل ولایت دقره باغ په ولسوالۍ کي دافغان بیسیم شرکت رئیس ښاغلی امین رامین پنځه تنه ساتونکي هغه وخت ووژل شول ،چي ددوی دسپرلي موټردسړک دغاړي پریوه ښخ شوی بم باندي تیرشو.په پیښه کي امین رامین روغ رمټ راوتلی ،ولي دهغه پنځه تنه ساتونکي وژل شوي اودري تنه نور ټپیان دي .دغه پیښه پرون دشپي په دووبجودقره باغ ولسوالي په سیمه کي منځ ته راغله. دپیښې ټپیان لمړۍ دپروان ولایت روغتون ته یووړل شوه ،اووروسته له هغه ځای نه دکابل دسردارمحمد داؤدروغتون ته لیږدول شوي دي . تراوسه پوري دپیښې مسؤلیت کومي وسله والي ډلي په غاړه نه دي اخیستي.