د كندهار د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي د پنجوايي ولسوالى د تلوکان په سيمه کي تېره ورځ د ملي پوليسو او ملي اردو د ګډو چاڼيزو عملياتو پرمهال پنځه تنه وسلوال طالبان وژل سوي او پنځه تنه نوريې ژوندي نيول د وسلو او مهماتو سره نيول سوي دي .
نيول سوي وسلوال طالبان دا مهال تر پوښتنو او ګروېږنو لاندي دي.
په خبرپاڼه كي ويل سوي چي د يادو پنځو تنو وژل سوو طالبانو جسدونه هم دا مهال د امنيتي ځواکونو په واک کي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه ندي ويلي .