د کندهارولايت د خاکريز په ولسوالى کي د سړک د غاړي د ماين چاودني ۳ محلي پوليس ووژل او يو تن يي زخمي كړى دى .
د كندهار د ولايت مقام مطبو عاتي دفتر د پيښي د پخلي ترڅنګ وايي چي ماين ريموټ كنټرول وو چي تېره شپه د خاكريز ولسوالي د اروغ په سيمه كي د محلي پوليسو پر يوه موټر سوى .
محلي پوليس له دندي څخه د كور پر لوري روان وه چي د يادي پيښي سره مخ سوه .
د پيښي مسوليت تر اوسه چا په غاړي ندي اخيستي او نه يي هم وسله والو طالبانو په اړه څه ويلي دي .