د هلمند په موسى كلا ولسوالى كې به په نږدې راتلونكي كې يوشميرپرمختيايي پروژې پيل شي
دا څرگندونې د هلمند والي الحاج محمد نعيم د دوشنبې په ورځ نوموړې ولسوالى ته د هغه سفرپرمهال وكړې چې ورسره د يوشميرنوروادارومسؤلينواود ولايتي شورا غړوگډون درلود.
د هلمند والي نوموړې ولسوالى ته د سولې د پروسې د لاپياوړتيا،د ډاډمن امنيت رامنځته كولواوپرمختيايي پروژود پلي كيدوپه موخه سفركړى و.
ددې سفرپه ترڅ كې په جوړه شوې غونډې پرمهال د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل چې په دې ولسوالى كې به د ولسواليود پرمختيايي پروگرام له لارې پنځلس بيلابيلې پرمختيايي پروژې چې پكې سړكونه،پولگوټي اونورې بنسټيزې پروژې شاملې دي په نږدې راتلونكي كې پيل شي.
د نوموړي په وينا چې هڅه يې داده چې ددې ولايت شمالي ولسواليوته پاملرنه ډيره كړي ترڅوپكې غوره حكومتوالي پراخه اوښه دولتي خدمتونه وړاندې شي ترڅود خلكوپه ژوند كې مثبت بدلونونه رامنځ ته شي.
هغه د موسى كلا له اوسيدونكووغوښتل چې د سولې د پروسې په پياوړتيا كې ډيره مرسته وكړي اوهغه امكانات چې د سولې پروسې د دفترپه واك كې وركړل شوي د سولې له پروسې سره يوځاى شوي كسان ترې گټه پورته اود راتلونكي ژوند لپاره ترې اغيزمن گامونه پورته كړي.