په کندهار کې نفوذي طالب اووه تنه ملي پوليس ووژل .
د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو نفوذي کس اووه تنه ملي پوليس وژلي او يو بل يې زخمي کړی دی .
پيښه تيره شپه د دې ولسوالۍ د توري ګاري په سيمه کې د پوليسو په يوه پوسته کي رامنځ ته سوې ده .
د ارغستان ولسوال عبدالغني مسلميار وايې چې بريد کوونکی د پوليسو ميلمه وو او تر بريد وروسته يې څلور ميله وسلې د ځانه سره وړي ده او يو رنجر موټر يې هم بېولی دی .
وسله وال طالبان د پيښي پړه په غاړه اخلي او ويلي يې دي چې بريد کوونکی د دوی کس دی او يوولس پوليس يې وژلي دي .