د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کي د ماين چاودني د ملي اردو درې سرتيري ووژل او دوه نور يې ټپيان کړه .
چاودنه چې ريموټ کنټرول ماين وو نن سهار لس بجې د دې ولسوالۍ د غونډۍ غر په سيمه کي د ملي اردو د ګزمې پر موټر سوې ده .
په سويل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحميد د پيښي پخلي کوي او وايې چې په پيښه کي د ملي اردو درې سرتيري وژل سوي او دوه نور ټپيان دي .
د پيښي پړه تر دې مهاله چا په غاړه نه ده اخستې خو دا ډول ډيري چاودني وسله وال طالبان تر سره کوي .