د ملګرو ملتونو د نړيوالي څآنګي يو لوړ رتبه هيئت نن په کندهار وويل، هيله لري چي له خپله اړخه د افغانستان د امنيتي او ملکي مسؤليتونو د لېږد له پروسې سره مرسته وکړي او دغه لړۍ قوي کړي.
دغه پلاوى چي پکښي د ملګرو ملتونو د مختلفو علمي، بشري او ښوونيزو برخو لوړ رتبه مامورين شامل ول نن سهار يې په کندهار ولايت مقام کي د مرستيال والي عبدالقديم پتيال په مشرۍ ددغه ولايت له ګڼ شمېر سکتوري او اداري مسؤلينو سره وکتل.
د ملګرو ملتونو د نيويارک څانګي ددې ډلي مشر په خپلو خبرو کي وويل چي د ډېر لنډ وخت لپاره افغانستان ته راغلي او په دې لنډ سفر کي ئې ځکه کندهار ته سفر کړى چي دغه ولايت د افغانستان په ټولو چارو کي خورا زيات ارزښت او اهميت لري.
نوموړي زياته کړه هدف يې دادى وپوهېږي چي څه ډول کولاى سي په افغانستان او په خاصه توګه په کندهار ولايت کي، افغانانو ته د انتقال له پروسې سره همکاري وکړي او دغه بهير لا په ښه توګه سره پاى ته ورسيږي.
هغه يادونه وکړه چي له دغه هيواد سره به يې ٢٠١٤ وروسته هم په بشري، علمي او پرمختيايي برخو کي مرستي او همکارۍ دوام پيدا کوي او د اوږدمهال لپاره به خپلي ژمني ساتي.
د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال له دغه پلاوي سره په کتنه کي د کندهار په سطحه د ملګرو ملتونو د مؤسساتو له مرستو او کومکونو مننه وکړه خو زياته يې کړه چي د U.N په چوکاټ کي ځيني داسي ادارې هم سته چي کارونه هيڅ محسوس نه دي او بايد سمون پکښي راوستل سي.
ښاغلي پتيال وويل چي ددې ډول استازو د ستون له خاطره نو ډېر وختونه په ملل متحد پوري تړلي موضوعات همداسي نيم کله پاته کيږي او هيڅ ډول پرېکړي ته سره نه رسيږي.
هغه د ملګرو ملتونو له دغه لوړ رتبه هيئت څخه وغوښتل چي د ولايتي ادارې په سکتوري او پرمختيايي مجالسو کي د خپلو اړوندو څآنګو فعال حضور يقيني کړي او داسي خلک وليږي چي په ټولو مربوطه مسايلو کي د پرېکړي کولو صلاحيتونه ولري.
د ولايت مقام مرستيال له دغه پلاوي څخه همداراز غوښتنه وکړه چي د سيمه ييزو بزګرانو روا او قانوني محصولاتو ته د بازار پيداکولو او د کوکنارو کښت د له منځه وړلو لپاره دي هڅه وکړي چي ددوى د استفادې وړ خوراکي توکي، په خاصه توګه غنم چي د خوراک د نړيوال سازمان لخوا مرسته کيږي، په افغانستان کي رانيسي.