کور / تازه خبرونه / دټولنیزوعلومودپوهنتون دمحصلینویوي ډلي لاریون بندکړي خو بلي ډلې بیا لاریون پیل کړي

دټولنیزوعلومودپوهنتون دمحصلینویوي ډلي لاریون بندکړي خو بلي ډلې بیا لاریون پیل کړي

کابل:دکابل پوهنتون دټولنیزوعلومودځینومحصلینودډوډۍ دنه خوړولاریون پای ته ورسیدی.
مګردنورومحصلینولاریون بیا نن له سره پیل شو. ددي پوهنتون دهزاره دتوکمومحصلینولاریون دیوي اووني وروسته هغه مهال ددولتي چارواکوپه مداخله پای ته ورسیدي ،چې يوشمېرافغان چارواکي معترضو محصلینو ته ورغلل اوله دوى سره يې ژمنه وکړه، چې ددوى ټولې غوښتنې منل شوي اوسرله سبا(سه شنبه) به عملي بڼه خپله کړي.
ددغوچارواکوله ډلې څخه دحامد کرزي سلاکاروزيرنعمت الله شهراني ، دولسمشر بل سلاکاروزیر داکتراسپانتا،اودلوړواوزده کړووزیر داکټر عبیدالله عبیدددغولاریون کوونکوسره ژمنه وکړه ،چې ددوى ټولې غوښتنې به عملي کيږي اوسرله سبا به دوى ټول خپلودرسونو ته حاضريږي. دلوړو زده کړووزیردپوهنتون درئیس اویوه استاد دبرطرفۍ مکتوب محصلینوته ورښکاره کړ ی اوله دوی څخه یې وغوښتل چې په ډاډه زړه سبا خپلوټولګیو ته ولاړشي.
بل لوري نن دکابل پوهنتون دبېلابېلوپوهنځيوزده کوونکوچي شمیر یې سلگونه تنو ته رسیدي اودټولوقومو نواستازي پکښي و،په یوه پراخ لاريون پیل وکړي چي دملي شوراتردروازې پوری وغځیدي.
دوي په لوړآوازناري وهلي چي موږ دپوهنتون په ماحول کي ”حق او عدالت غواړو”اودژبي، قوم، نژاداومنطقي توپیرونه او تفاوتونه نه منو.
لاريون کوونکودمدني خوځښتونوپه چوکاټ کې له عدلي اوقضايي څانگو څخه په کلکه غوښتنه کوله چې د ټولنيزو علومودپوهنځي داستادانواومحصلينو په وړاندې دشوي سپکاوي څيړنه دې وکړي اوپړکسان دې د محکمې ترميزه پوري راکښ کړل شي.له يو ساعت ځنډه وروسته د ولسي جرگې دگوتو په شمېر استازي دغومظاهره کونکوته راووتل اودهغوى غوښتنې يې واوريدې اوورسره ژمنه يې وکړه چې ددغوستونزودلیرې کولوپه تړاوبه دښکېلو غاړوسره له نژدې ليدنې کتنې وکړي اودستونزوپه غوڅولوکې به گام پورته کوي.دافغانستان ډیر شنونکي باورلري چې ددغو پېښوتر شادګاونډیوهېوادونولاسونه دي،اودځينوسياسي کړيو په اشاره غواړي په پوهنتون کې قامي، ژبني او مذهبي توپيرونو ته لمن ووهي.
د ټولنيزوعلومودپوهنځي دوومحصلېنولراوبر ته داړیکو له لاري خپل نظر څرګند کړي ،هغوی افغان حکومت ملامت بولي اودهيوادعدلي او قضايي ادارې په کلکه ننگوې چې گواکې دهغو تورونه د پورې کولو په تړاو چوپه خوله پاتې دي چې پر دوى او د دوى پر ښوونکو (استادانو) باندي لگول شوي دي .هغوی ددغوکسانودمحاکمه کولوغوښتنه هم وکړه:دغولاريون کوونکو خپل لاريون یوملي لاريون باله اود دوى په وينا چې په افغانستان کې د ټولو قامونو،او ولايتونواستوگن محصلين په کې برخه لري اودکومې ځانگړې ډلې له خوانه دي هڅول شوي.
دغه لاريون دهغولاریون کوونکوپر ضد شوى ،چې د تېرواتوورځوراهيسې يې دډوډۍد نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړى و.
بله خوادتولینیزودعلومودپوهنتون ځینومحصلینولراوبر ته داړیکو پرمهال ویلي چي ،دراتلونکي پنجشنبه په ورځ دایران سفارت مخ ته دیوه لوی لاریون هوډلري .دغومحصلینودلاریون دوخت ،ځای او تیلفوني اړیکوپه هکله لاندي مضمون را لیږلي دي :
دځوانانو يو شمېرملي خوځښتونو، د دې لپاره چې د ايراني يرغل پر وړاندې د خپلې پراخې مبارزې پيل اعلان کړي او همدا راز د افغان دولت د غفلت پر وړاندې خپل کرکه او غوسه څرګنده کړي، تابيا کړې چې راتلونکې پنجشنبه د ايران سفارت پر وړاندې يو پراخ لاريون ترسره کړي. له ټولو درنو هېوادوالو او په ځانګړې توګه پر وطن مينو ځوانانو هيله کوو، چې له موږ سره په دې لاريون کې برخه واخلي او د خپل ملي هويت ننګه وکړي.
د لاريون وخت: راتلونکې پنجشنبه ( د غبرګولې ۹) د سهار ۸:۳۰ بجې
د راټولېدو ځای: د نوي ښار ( شهرنو) پارک جنوب لوېديزه څنډه
د لاريون تګلوری: د ايران سفارت !
دضرورت په وخت کي داړيکو شمېرې:
۰۷۰۰۰۱۵۶۹۹،
۰۷۹۴۰۹۰۹۲۴،
۰۷۰۰۶۴۳۶۴۸،
۰۷۹۹۱۵۹۴۷۱،
۰۷۹۹۶۴۳۳۸۰