کور / تازه خبرونه / دټولنیزوعلومو دپوهنتون محصلینو درئیس او استادپه ملاتړلاریون وکړي

دټولنیزوعلومو دپوهنتون محصلینو درئیس او استادپه ملاتړلاریون وکړي

کابل:نن دکابل دټولینیزوعلومودپوهنځي نورومحصلینوددي پوهنتون دهغومحصلینو پرضدلاریون وکړي،کوم چي دڅوورځوراهیسي یې دپوهنتون درئیس اویوه استاددګوښه کیدوغوښتني درلودي .
هغومحصلینوهوډکړي وو،چي ترهغه وخته به ډوډۍ ونه خوري ترڅوددي پوهنتون رئیس اویواستادله دندي څخه ګوښه شوی نه وي.دکره مالوماتوله مخي دغه ډله محصلین دهزاره توکي قوم پوري تړلي محصلین دی ،چي دمختلفوعواملوپه اړوندیې دیوي اووني راهیسي په لاریون لاس پوري کړی دي .دخبرې سرچینودخبرله مخې ددي محصلینوروغتیايي حالت هم داندیښني وړدي اوځیني یې تردرملني لاندي دي.
دکابل دټولنیزوعلومو بلي ډلي محصلینو نن په داسي کي خپل لاریون پیل کړي ،چي دمخکینومحصلینوغوښتني یې پرحق نه ګڼلي اودهغوی ادعاوي دپوهنتون څخه بهردتوطئیواودسیسو یوه برخه بولي.دوی وایې چي ددي پوهنتون یوه محدوده ډله چي په یوه قوم پوري اړه لري،ددي پوهنتون دنوروزیاتومحصلینوددرسې ماحول،دزده کړي علمی چاپیریال اودنوروقومونوپوري اړوندومحصلینوحقوق تر پښولاندي کوي اودهغه پرضد عمل کوي.
دیادولووړده ،چي دافغانستان دلوړوزدوکړوپه علمي چاپیریال کي ډیري ناوړتیاوي شتون لري. له یوی خواه دافغانستان سیاستوال دمحصلینو په منځ کي لاس وهنه کوي ،اوله بلي خواه پخواني جهادی رهبران اوزور واکه ډله بیا دمحصلینوپه منځ کي دژبي ،قوم او ملیت په لمسولوکي پوره ونډه لري. که چیری دلوړوزده کړووزارت ددغوناندریو اوشخړومخه ونه نیسي پایلي به یې ډیری خطرناکي وي .