کور / سياسي / په یوه پوکي تودیږو او سړیږو!

په یوه پوکي تودیږو او سړیږو!

یو شاعر څومره ښه وایي:
یا زما دماغ خراب یا وخت دغسي د خطر دی.
یوه ته چي ګورې تربل اویا کوټي بدتر دی.

د مختلفو رسنیو او په خاصه توګه د افغاني رسنیو په وسیله او په دقیقه توګه مي د فیسبوک دلاري خورا ډیر د جنګ،قربانۍ،غیرت،بې ننګۍ،سرښندني او ځینو هیوادوالو خو دا هم ویل چي،افسوس چي نه اوس هغه د احمدشاه بابا او میروئیس خان نیکه اولاد سته او نه یې هغه غیرت!
افغان ولس د هیواد په ګوټ ګوټ کښي لاریونونه،مشاعرې،مقالې،او ښه تاوده احساسات او خپل ذهني تسکین یې د همدې لاري حاصل کړ.افغان ولس مشر هم د هیواد په ورستیو حالاتو کښي خپل د نظر څرګندونه په خورا ښه الفاظو او احساساتو سره تر سره کړه.او افغان ولس ته یې دا ډاډ ورکړ چي نه اوسني اونه به راتلونکي حکومتونه د دې توان او صلاحیت ولري چي د ډیورنډ نه بیلیدونکې کرښه په رسمیت وپېژني.د یو زړه سواند او ریښتني ولس مشر په توګه چي څه توقع کیده هغه تر سره سول.
د شهید محمد قاسم د کورنی سره یې اړیني مرستي او ویاړ غونډي تر سره کړې.
د هیواد وسلوالو او سیاسي مخالفینو هم په خپل وار سره خپل سیاسي دریځونه او ننګوني د هېواد د خارجي سیاست په وړاندي د وخت په توپیر وړاندي کړې.
پوښتنه داده چي ایا موږ اوس جنګ ته اړتیا لرو؟که یې لرو نو باید د چا او څه په وړاندي وجنګیږو؟
جنګ خو هسي هم موږ ښه په ورین تندي او ولولو سره راپیل کړو،خو ایا د جنګ د سیاسي ګټو وټو او سیاسي عواقبو په اړه مو هم څه ناڅه فکر کړی دی؟دغه اوس چي موږ د کمي دربدرۍ او بهران سره مخ یو دا د څه په خاطر؟هم دا کرغیړن او خونخوار جنګ دی.موږ چي په سلهاو زره افغانان د خپلي مېني څخه په مهاجرت کي لرو، همدا جنګ دی.پر موږ چي خپل ګاونډي هېوادونه د کم طاقته او ضعیف هېواد فکر کوي سبب یې همدا ویرلړلی جنګ دی.موږ چي د هېواد د لویو پولو د سوداګریزو اموالو او اجناسو په واریدولوکښي پاته او نا چاره یو سبب یې بیا هم دا تور مخی جنګ دی.موږ چي په مختلفو ګاونډیو هیوادو کښي د روغتونونو د مرګ پر بستر پراته هیوادوال لرو لامل یې همدا ناځوان جنګ دی.زموږ د ښونځۍ او معلم په ارږښت نه پوهیدل همدا ویرجن جنګ دی.ولي؟د خدای په خاطر ولي؟افغانان نور جنګ ته مه تشویقوئ.
که د هېواد ابادي،پر مخ تګ،سکون،سالم رقابت،او مدني افغانستان غواړئ نو خپل بچیان او هېوادوال د جنګ پر ځای و تعلم او تربیې ته متوجع کړئ.موږ ته تر اوسه د پوځ او ملي پولیسو درېشئ د ګاونډیو هېوادو څخه رارړل کیږي،موږ اوس هم د نړۍ د یو پس پاته،نالوستي،جګړه ځپلي،فقیر،او د اقتصاد له مخي کم ځواکه ملت یو.
هغوی چي جنګ کوي،د جنګ د مخه خپل ملت ته د جګړې اټکلي بودیجه وړاندي کوي،او ورسته د جنګ د درولو،جهت اړولو،ګټي او تاوان منظم پلان او وړتیا لري.
زموږ په جنګونو کښي تر څو لسیزو او پیړیو ورسته دا راته جوته سي چي موږ د چا؟او د څه د پاره وجنګیدو؟
خو بیا هم جنګ څه دی؟؟؟
د سیاسینو د انده به جنګ هغه څه وي چي زموږ پر ا‌ذهانو یې داسي ترسیموي چي هغوی انسانان او تکړه انساني قوه د یو هېواد د اذادۍ،ډیموکراسۍ،اوپه ځینو مقدسو جګړو کښي قربانوي.لیکن زما په اند جنګ یو څه توپیر لري د هغه سره.
دا ستاسو هغه بچیان او زامن دي چي تر اوسه خو یې لا د بلوغ مرهله هم ښه نده لیدلي چي د جنګ د بیري او وحشت سره رالویږي.
دا همدغه ستاسو وروڼه اوخوندي دي چاته چه د نورو انسانانو د وژلو منظم درس ورکول کیږي،همدا ستاسو په څېرانسانان دی چي د یو بل سره کرکه،عداوت،او د انسان سره د میني پر ځای د هغه څخه نفرت کوي.
دا ستاسو بچیان دي چي خپل نازنین،محبوب،او په سرو وینو سره جسدونه ګوري،یود بل د جسم اعضاوي وینو چي هري خواته پرتې دي.
دا هغه په سلهاؤ او زرهاؤانسانان دي چي د خپل وخت دمخه دې نړۍ سره مخه ښه کوي.او دا هغه انسانان دي چي د همیش دپاره د خپلو هغه دوستانو سره خدای پاماني کوي،د چاچي د دوی سره بې اندازې مینه او الفت و.او دا هغه ویجاړ کورونه دي چاچي په لسیزو کلنو په زحمت او تڼاکو د کسب او کار په وسیله، ورته د پای ټکی کښېښودی.
دا هرڅه به د بهرنیو او داخلي پوځیانو څخه د کرکي او نفرت په پلمه انجام سوي وي،او د حکومت سره په مخالفت به تر سره سوي وي،خو لږ فکر وکړئ چي تاسو څوک،څنګه، او د چا دپاره مړه کړه؟؟؟
زموږ غمونه او تراژیدئ یو په بل پسې ځي او راځي!
شاید د سیاسینو په فکر کښي اوس هم رحم نه وي،شاید زموږ د وژلو قراردادیان تربل هر وخت اوس ډیر درواغ ووایي،هغه چي نه وایي،او څه چي محرم ساتي، او د رسنیو سره یې نه شریکوي، شاید د یو قانوني اصل په سترګه ورته ګوري.
رسنی هم د جنګ په جریان کښي کله ناکله ډیر څه چي ویني او ګوري نه خپروي.
جنګ قتل عام دی،جنګ شکنجه ده،جنګ عذاب دی،جنګ درد دی،جنګ ظلم دی،جنګ پروپاګند دی،جنګ خیانت دی،او جنګ عدم امانت دی.
جنګ د همیش دپاره غلامي ده،او جنګ هغه لعنت دی چي یو حکومت یا دولت یې د ځان د بقاء یا ګټي په پلمه هم کله ناکله پیلوي،تر څو خپل فساد،بې ایماني،او د ولس د حقوقو په ورکولو او نه ورکولو کښي ځیني کار واخلي.
او جنګ بیا هم هغه ناوړه بلا ده چي په میلینونو انسانان یې خپل تر ستوني تیر کړي دي، او په زرهاو هدیري د دې ناوړه بلا د قربانیانو په جسدونو ډکي دي،خو بیاهم دا ناوړه بلا مړه نده.
تر ټولو مهم او خورا ارزښت لرونکي جنګونه د نړۍ هغه (۲) نړیوال جنګونه دي چي په میلینونو انسانان یې د تورو خاورو خوراک کړه،او جنګ په عمومي توګه هغه پدیده ده چي نه یوازي زموږ د انساني ژوند ټول اساسات او زیربناوي له منځه وړي،بلکي پر انساني نفوس باندي هم ډیر منفي اثرات پرېږدي.
نو اي خلګو! د خدای پر مخلق زړه وسوځئ،او پرېږدئ چي خلګ د امن په فضا کښي ژوند وکړي.
څه کېږو؟
موږ هم زړه لرو ښه ژوند ته هوسیږو
چي د نورو ترقي وینو پخسیږو
اسرې هیلي امیدونه لرو زړه کښي
خو هیڅ نه کړو تشه طمع کښي اوسیږو
ډیر مین په اذادۍ ډیموکراسۍ یو
چي ډیر لږ ورته نزدې سو ترې ویریږو
نور څه نه وینو بس وینو ښه خوبونه
په واده د خوب خو نه پلرونه کیږو
داچي موږ هرڅه کوو زموږ کار نه دی
خدای خبر دی چي د چا لاس کښي لوبیږو
ډیر ساړه او ډیر تاوده سو یوه آن کښي
په یوه پوکي تودیږو او سړیږو
ته خپل کار په بې غمۍ کوه رقیبه!
موږپه خپلو کښي ډیر وران یو نه جوړیږو
فریبونه راکوه نورڅه رانه کړې
که سل ځله وغولیږو بیا غولیږو
زوروره! ستا چاړه زموږه غاړه
د قانون په حکومت موږ نه پوهیږو
دوه قدمه که په مخ ځو درې پر شا ځو
په دارنګه تګ کوم ځای ته نه رسیږو
ماشومان دي چي لوړیږي کال په کال
موږ زاړه،هر کال له بل کاله ټیټیږو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ګران هېواد د ترقۍ او سرلوړۍ په هیله.