کور / تازه خبرونه / وردګ : د ښوونځيو سره مرسته سوې

وردګ : د ښوونځيو سره مرسته سوې

د وردګو والي له لورې د دغه ولایت د ۱۳۰ ښوونځیو سره د شاوخوا یو
ميليو افغانيو په مالي لګښت بېلابېلې مرستې ترسره سوې .
د وردګو ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي له لورې د دغه ولایت
د مرکز په ګډون د اته ولسوالیو ۱۳۰ ښوونځيو سره د نږدې یو ميلیون افغانيو
په مالي لګښت د چوکيو،میزونو،الماریو، فرشونو،خیمو،کتابچو،قلمونو،سولرونو،پلاستیکي پرسونو،کمپوټرونو،پرینټرونو
او یو شمیر نورو وسایلو مرسته نن (یکشنبه ) د دغه ولایت د پوهنې ریاست ته
وسپارل شوه .
نوموړي وویل : دغه مرستې یې په یادو ښوونځیو کې د شته ستونزو د حل په موخه د دوی د غوښتنو پربنسټ ترسره کړې او که په راتلوونکې کې نورې تعلیمې ادارې کومې ستونزې ولري،نو د حل په موخه به یې له هغوی سره هم ورته مرسته ترسره کړم .
د دغه ولایت د پوهنې رئیس ښاغلي فضل الرحمن “طارق” د خپلو خبرو په ترڅ کې
د یادې مرستې په ترسره کولو سره د خوښې ترڅنګ د میدان وردګو د والي څخه
مننه وکړه،چې د دغه ولایت په ښوونځیو کې شته ستونزو د حل په موخه یاده
مرسته ترسره کړه .
ده وویل : په یادې مرستې سره به په دغه ولایت کې د تعلیمي ادارو اکثریت
ستونزې حل شي،چې په ترڅ کې به د پوهنې په برخه کې مثبت بدلون هم رامنځته
شي.