کور / تازه خبرونه / وردګ : د راتلونکو ټاکنو له پاره د نوم ليکني لړۍ پيل سوه

وردګ : د راتلونکو ټاکنو له پاره د نوم ليکني لړۍ پيل سوه

په میدان وردګو ولایت کې هم د راتلونکو ټولټاکنو د نوم لیکنې لړۍ رسماً نن پیل شوه
هغه مراسم چې په همدې موخه د میدان وردګو ولایت د ټا کنو د خپلواک
کمیسیون په ولایتي دفتر کې جوړه شوې وو، د ولایت مرسیتال والي سربېره د
حج او اوقافو رئیس، د مدنی ټولنو غړو او د رسنیو استازو پکې ګډون کړی وو.
د ولایت مرستیال والي ښاغلي ذاکر حسین سلطاني پخپلو خبرو کې وویل ټآکنې
د یوه ملي او اسلامي اصل په توګه که له یوې خوا د کاندیدانو ترمنځ سالم
رقابت ته لاره هواره وي، له بلې خوا په دولت کې د خلکو او ولسونو ګډون د
دوی رایو ته ارزښت ورکول او داسې نورو خلکو تر منځ سیاسي عدالت تضمینوي،
او دا هم ثابتوي چې سیاسي قدرت په عامه رايه او رضایت پورې اړه لري.
د یاد ولایت دخلکو د ټاکنو دخپلواک کمیسیون مشر ډاکټر نعمت الله حبیب
وویل چې دوی د نوم لیکنې د کارتونو دوېش په اړه ستونزه نلري ټول ترجبه
لرونکي کسان يې په دندو ګمارلي دي،
ښاغلي حبیب وویل هغه کسان کولی شي چې یا یې ۱۸ کلنۍ عمر بشپر کړی وي
یایې ۱۳۹۳ ل کال تر پسرلي پورې یاد عمر بشپړ کیږي،همدا رنګه هغه کسان چې
نوي هېواد ته ستانه شوي یايې کارت ورک شوی او یا تخریب شوی دی کولای
شي،چې هره ورځ د سهار له اته بجو څخه د مازیګر تر څلورو بجو پورې د ټاکنو
خپلواک کمیسون ترځنګ په جوړ شوي مرکز کې د رایې ورکونې کارت ترلاسه کړي