د وردګو ولایت مقام کې په همدې موخه د اداري فساد سره د مبارزې
دعالي د شتمنیو د ثبت ریاست له لورې غونډه جوړه شوې وه،چې
په ترڅ کې د دغه ولایت د والي،د ولایت مرستیال، امنیه قوماندان او نورو
چارواکو په ګډون د دغه ولایت د مسؤلینو د شتمنیو د ثبت لړۍ پیل شوه .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي د شتمنیو دثبت لړۍ پیل کیدل
د فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه یو غوره او ښه ګام وباله او زیاته یې
کړه تر دې وړاندې هم موږ په دغه ولایت کې د فساد پر ضد یوه فعاله کمیټه
جوړه کړې ده،چې رهبري یې د ولایت مرستیال ښاغلي ذاکرحسین سلطاني په غاړه
لري،چې په دغه کمیټه کې د مدني ټولنو استازې، دولایتي شورا غړي،د محلي
شورا استازې او یوشمیر نور هم ګډون لري.
ده د یادې پروسې پیل د خپلې شتمنۍ له ثبت څخه وکړ او له نورو مسؤلینو څخه
یې وغوښتل چې خپله حقیقي شتمني په دې موخه ثبت کړي،چې له فساد څخه یې مخنیوی وشي.
د فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې د شتمنیو د ثبت مسؤل نادر محسني
د میدان وردګو د والي عبدالمجید خوږياڼی د همکاری او هغه هوډ چې د فساد
پرضد یې لری مننه وکړه نوموړي همدا راز د دغه ادارې هدف هم د غونډې ګډونوالو ته وویل او زیاته یې کړه د دې ادارې هدف د یوې سالمې ادارې رامنځته کول دي .همدارنګه یې د دې ادارې د لاسته راوړنو څخه یې د دفاع وزارت د یوه قرارداد برسی کول په ګوته کړل، چې په نتیجه کې یې یومیلیون عواید لاسته راغلل،همدارنګه په هرات،کابل او ننګرهارکې د ځمکو غصب چې په اړه یې اجرات شوي دي .
د یادونې وړده د شتمنیو ثبت د فساد پر ضدیواصل دی،ترڅو د دولت لوړ رتبه
مامورین د دولتي بودیجې څخه غیرقانوني استفاده ونکړي