کندهار والي پر اوسنۍ دندي سربېره د افغانستان د زراعت پوهنتون رئيس وټاکل سو
کندهار والي د اولسمشر حامد کرزي په حکم، په دغه ولايت کي د افغانستان لپاره د جوړېدونکي زراعتي پوهنتون رئيس وټاکل سو.
کندهار والي به د جمهور رئيس د ((١٣٣٣)) ګڼې حکم سره سم، د ولايت د دندي سربېره د خپل کدري پوهاندۍ رتبې په حفظ، په عين وخت کي د کرهڼي د پوهنتون رهبري هم پر غاړه لري او د رغېدني ترڅنګ به يې په نورو ټولو برخو کي د زيربطه وزارتونو او مرسته کوونکو ډونرانو ((په خاصه توګه هند هيواد)) سره اړوند کارونه رهبري کوي.
هغه د کرهڼي په رشته کي دوکتورا لري او په دې برخه کي د خورا زياتي تجربې خاوند دى او په خپل اکاډيميک ژوند کي تر دې دمه مختلف کتابونه ليکلي او کلونه کلونه يې په دغه بخش کي د هيواد دننه او دباندي زرګونه محصلين روزلي دي.
ښاغلى ويسا د کابل پوهنتون د کرهڼي د پوهنځۍ څخه فارغ سوى او د ماسټرۍ او دوکتورا دورې يې د هيواد څخه بهر په بيروت، زوريخ او بريټيش کولمبيا پوهنتونونو کي بشپړي کړي دي.
هغه په ١٩٩١ ميلادي کال کي د کندهار پوهنتون بنسټ هم ايښى او دلته د پوهنتون تر رياست وروسته يې له افغانستانه دباندي هم په مختلفو پوهنتونونو کي د پروفيسرى دندي سرته رسولي دي.
دغه پوهنتون په ترنک فارم کي د هند هيواد په مالي مرسته باندي رغول کيږي چي پکښي به د ټول افغانستان د کرهڼي محصلين روزل کيږي او نوري څانګي به يې له پلان سره سم د هيواد په نورو برخو کي هم پرانستل سي.
کندهار والي همدا مهال هڅه کوي چي د مصر په نړيوال اسلامي کنفرانس کي د افغانستان لپاره منظور سوى اسلامي پوهنتون هم په کندهار کي ولايت کي جوړ سي او ددې سيمي طالب العلمان بهرنيو هيوادونو ته په اسلامي زدکړو پسې ولاړ نه سي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه