کور / تازه خبرونه / د راتلونکو ټاکنو د رايي ورکوونکو د نوم ليکني لړۍ پيل سوه

د راتلونکو ټاکنو د رايي ورکوونکو د نوم ليکني لړۍ پيل سوه

په کندهار کي هم د افغانستان د نورو ولايتونو په شان د رايي اچوونکو د نوم ليکني لړۍ نن رسماً د ولايتي ادارې او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون لخوا پيل سوه .
په کندهار کي د رايي ورکوونکو لپاره تر دې دمه يوازي دوه د ثبت نام مرکزونه جوړ سوي چي څلور محلونه لري.
د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال نن په دغه ولايت کي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د رهبرۍ سره يو ځاى د ډنډ چوک په مربوطاتو کي د نوم ليکنه وکړه او د رايي ورکووني کارت يې تر لاسه کړى.
هغه هلته له رسنيو سره په خبرو کي وويل چي دوه مراکز او څلور محلونه د کندهار ولايت لپاره په هيڅ صورت سره کفايت نه کوي او ضروري ده چي د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مرکزونو پر زياتېدا باندي غور وکړي.
نوموړي زياته کړه چي په کندهار ولايت کي سږ کال امنيتي حالت تر پخوا ډېر ښه سوى او رايه اچوونکي به وکولاى سي چي په خورا ښه امنيتي فضا کي د رايي اچووني کارتونه تر لاسه کړي.
هغه له خلکو وغوښتل چي د نوم ليکني په پروسه کي په پراخه پيمانه ګډون وکړي او د ټاکنو په ورځ باندي دخپلي خوښي کانديد ته رايه ورکړي او په دې توګه سره خپل راتلونکي تضمين کړي.
په كندهار ولايت كي د اتخاباتو د خپلواك كميسيون مرستيال محمد رحيم احمدي وويل د اوس لپاره په ښار كي د رايي د وركولو د كارتونو د تر لاسه كولو په خاطر د نوم ليكني دوه مركزونه پرانيستل سوي او دوى به يوه مياشت وروسته څلور نور مرکزونه په ښار کي پرانيزي او د ولسواليو په اړه هم د مرکز په سطحه تصميم نيول کيږي او د امنيت په برخه کي کومه خاصه توستونزه نسته او دا لړۍ به شپږ مياشتي په بر كي ونيسي .