کور / تازه خبرونه / کندهار : د معتادينو له پاره روغتون پرانستل سو

کندهار : د معتادينو له پاره روغتون پرانستل سو

د کندهار ښار د شپږمي ناحيې په مربوطاتو کي، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د تداوۍ او درملني لپاره يو ١٥ بستريز روغتون نن رسماً پرانستل سو.
ددغه ١٥ بستريز روغتون ټول مالي لګښت يو لک امريکايي ډالر کيږي چي دUNODC يا د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کي د ملګرو ملتونو د ادارې لخوا د يوه کال لپاره ورکول کيږي.
په دغه روغتون کي به د کندهار ترڅنګ د سهيلي حوزې د نورو ولايتونو د معتادينو درملنه هم کيږي او له هغو ولايتونو څخه به هم معتادين کولاى سي چي دلته خپل ځان بيرته اصلي حالت ته راوګرځوي.
د ياد روغتون د پرانستلو په مراسمو کي د همدې ولايت د عامي روغتيا ، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ، د کار او ټولنيزو چارواو يو شمير نورو سکتوري ادارو ريسانو برخه اخستې وه .
په نشه يي توکو د معتادو اشخاصو د تداوۍ لپاره د جوړ سوي روغتون د پرانستني پر مهال د کندهار ولايت دعامي روغتيا ريس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل چي په ياد روغتون کي يي د معتادينو د روغتيا لپاره هرراز خدمات برابر کړي دي.
نوموړي زياته کړه چي په روغتون کي دروغتيايي خدماتو تر څنګ به، ښځينه نرساني د هغو ښځو لپاره چي په نشو روږدي دي په کورونو کي روغتيايي خدمات سرته رسوي.
دغه راز د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې رئيس ګل محمد شکران په خپلو خبرو کي پر معتادينو ږغ وکړ چي نور دي د نشې څخه ځان وژغوري تر څو يې هم اسلامي فريضه پر ځاي کړې وي او هم يې له نورو وګړو سره يو ځاى د ټولني د پرمختګ لپاره کار کړى وي.
نوموړي زياته کړه چي نشه يوازي د اسلام د نظره نه بلکي د انسانيت له نظره هم حرامه او مضره ګڼل سوې ده او بايد چي ددې ناوړه او حرام کار څخه هم ځان او هم اولاد وساتو .
په کندهار ولايت کي له دې وړاندي هم د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې او عامي روغتيا رياستونو لخوا په ګډه سره د معتادينو د تداوۍ ځيني مراکز فعال سوي وه چي په هيڅ صورت سره يې د کندهار او دې حوزې لپاره کفايت نه کاوه.