کور / تازه خبرونه / کندهار : د ١٣ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

کندهار : د ١٣ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د پنجوايي اولسوالۍ په سپېروان او طلوقان سيمو کي ئې ١٣ وسلوال طالبان وژلي او څلور نور يې ژوندي نيولي دي.
په دغو عملياتو کي چي درې ورځي يې دوام کړى د پنجوايي لپاره د طالبانو نومول سوى اولسوال ملا بسم الله هم زخمي سوى او په زخمي حالت کي د خپلو ملګرو سره يو ځاى تښتېدلى دى.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.