کور / تازه خبرونه / کندهار : د چاودېدونکو توکو ډک ټکټر نيول سوى

کندهار : د چاودېدونکو توکو ډک ټکټر نيول سوى

د کندهار ولايت د ملي امنيت چارواکي وايي چي په دې ولايت کي ئې يو د چاودېدونکو توکو ډک ټکټر (تراکتور) نيولى او د يوې لويي پېښي مخه ئې نيولې.
چارواکي وايي چي دا ټکټر ئې د دامان په اولسوالۍ کي د يوشمېر پټو معلوماتو پر بنسټ نيولى .
په دې اړه د کندهار ولايت مقام څخه لراوبر ته يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د دې پېښي د پخلى ترڅنګ ويل سوي چي د ټکټر چلوونکى ئې چي ګومان کېده يو ځانمرګى به وي په ډزو کي د ملي امنيت د رياست د کارکوونکو له خوا وژل سوى .
په دې اړه خپله تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويل.