کور / ترخې خبري / د فراه ولايت ابدات – ورپيښي ستونزي او د حل لاري

د فراه ولايت ابدات – ورپيښي ستونزي او د حل لاري

په پیل کی  دوې اړینی یادونی ، لومړی دا چی  دا لیکنه په ۱۳۹۱ لمریز کال د وری په میاشت کی د فراه په ولایت کی د دایر سوی سیمنار په ترځ کی ولوستل سوه . د همه یادونه دا ده چی دا لیکنه د پاورپنټ په پروګرام کی د پربزنټیشن په څیر تر تیب سوی وه او دا دی اوس یی د درنو لوستونکو ته د لوستلو لپاره په ورد پروګرام کی تر تیب او وړاندی کوم .
باوری

د هر هيواد تاريخي ابدات د هغه هيواد د تاريخ پاڼي او د اقتصادي توان ښکارندوی دي. په هر ه پيمانه چي په يوه هيواد کي د تاريخي ودانيو شمير زيات وي په هغه اندازه يې تاريخي وياړني او اقتصادي – فرهنګي کچه لوړه وي.
► افغانستان د همدې لړ هيوادونو څخه شميرل کيږي ، د ټولو بي پروايو سره – سره بيا هم د هيواد په هر ګوټ کي د برمه ډکو ودانيو پاتي شوني او د لوړو څلو او منارو په بدنه کي د سرلوړيو او بريو نښي وينو.

► د بريو برجونه او د سرلوړومنارو شتون د هيواد په هره سيمه کي په ستر ګو کيږي. دا ستري ودانی او منارونه د هيواد د تاريخي – فرهنګي بيلا بيلو دورو ښکارندويې کوي.
► د غور د جام څلی ، د هرات د اختيارالدين کلا ، د غزني منارونه  ، د بست ماڼۍ ، د فريدون کلا  او په سلګونو نور هغه وياړونه او د برم نښانې دي چي د زمانې په لمن کي د ډيرو پيښو شاهدي ورکوي.
► د سترو قصرونو او ماڼيو ارزښت يوازي په دې کي نه دی نغښتی چي د تاريخي پيښو شاهدي ورکوي ، بلکی نورارزښتونه هم لري :
►  د بيلګي په توګه د هري کلا او ماڼی په بدنه کي د خپل مهال   ودانيز مهارتونه ، د هغه مهال مروج هنري پنځوني ، د خپل مهال اقتصادي – سياسی حالت څرنګوالی او داسې نور يادولای سو.
► د دې ارزښتونو تر څنګ لرغوني ودانی او تاريخی ماڼی اوس هم د پخوا په شان اقتصادي ګټي  او وړتياوی لري . د نړی پر مختللي هيوادونه د خپلو تاريخي ماڼيو څخه هومره ګټه اخلی لکه چي د خپل مهال پر استعمال او کاروني ورته ګټوره وه.
► په پر مختللو هيوادونو او په ځانګړې توګه هغه هيوادونه چي د توريستي خدماتو لپاره يې زياته پاملرنه کړېده ،  هره لرغوني ودانی او تاريخي ماڼی يې د سيلانيا نو او ګرځندويانو له پاره د ليدو کاتو ستر مرکزونه ګرځولي دي.
► توريزم د نړی تر ټولو ښه عايد لرونکی صنعت ګڼل سويدي. د ګرځندوی نړيوال سازمان د شميرو له مخي په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي د سيلانيانو شميره اوه سوه دريشپيته ميلونه تنو ته رسيدلې وه . چي د دې سيلانيانو تر ټولو زياته برخه اروپايې او امريکايې هيوادونو منلي دي .
► د ترکيې هيواد ته  درسيدلو ګرځندويانو شميره په  ٢٠٠٤ ميلادي کال  ، ديارلس ميلونه او دوه سوه زره تنو ته رسيدلې وه . د دې درکه يې  پنځلس مليارده او نه سوه مليونه امريکايې دالره تر لاسه کړل .
► زموږ ګاونډي هيواد ايران  په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي د يو مليون او شپږ سوه زره تنو سلا نيانو په منلو يې يو مليارد او څلور اويا زره  امريکايې دالره عايد درلودل .
► د ګرځندوی نړيوال سازمان وړاندوينه کړيده چي  د ٢٠١٠ څخه تر  ٢٠٢٠ ميلادي کال به د نړی د سيلانيانو شميره هر کال يو مليارد او شپږ سوه مليونه تنو ته ورسيږي
► افغانستان کولای سي د خپلو فرهنګي – تاريخي ابداتو د بيارغولو او سېلانيانو ته د پام وړ ګرځولو په صورت کي د دې ګرځندويانو يوه ستره کتله ځان ته ومني او له امله يې يوه داسي پانګه خپله کړي چي هيڅ مصرف ته اړتيا نه لري.
► د دې ډول سيمو يوه بيلګه د فراه ولايت دی . فراه ولايت  زيات شمير لرغوني ودانی  او  تاريخي  ماڼی  لري.
► يوه خورا مهمه پوښتنه دا ده چي د فراه ولايت دا ابدات او ودانی کله او څنګه د دې جوګه کيدای سي چي لږ تر لږه زموږ د ګاونډي هيواد ايران  د خراسان ايالت سره  سيالي وکړای سي او يا لا لوړي کچي ته ورسيږي.
د ايران خراسان ايالت
► په خراسان ايالت کي د دولتی سياحتي شرکتونو تر څنګ  همدا اوس  ١٥  ازاد شخصي سياحتي شرکتونه فعال دي.
► هر سياحتي شرکت ځانګړني لري او وياړني ، د بيلګي په توګه :
► د (( دنيای سير در خراسان ))
دنيای سير در خراسان
► لاس ته راوړني :
► دې  شرکت په ١٣٦٩ لمريز کال په فعاليت پيل کړېدې؛
► په ١٣٨٣ لمريز کال د ټول خراسان دريم شرکت ومنل سو؛
► په ١٣٨٥ لمريز کال د ټول خراسان د نوروز د پروګرامونو او سياحتي ښيګڼو له امله دوهم مقام وګټی؛
► په ٢٠٠٩ کال کي د ترکش ايرلين د ټکيټونو د پلورلو له امله په ټول خراسان کي دريم مقام ګټلی او جايزه يې تر لاسه کړېده او په دې تر تيب نوري لاس ته راوړني .
دفراه ولايت
► دا بيلګه د فراه ولايت لپاره کېدای سي د سالم رقابت انګيزه سي ؛
► هغه وړتيا او شونتيا چي په خراسان کي سته ، له نيکه مرغه فراه ولايت يې هم لري ؛
► د فراه ولايت د توريستي چارو د پرمختګ لپاره  شونتياوي او سهولتونه : 
► د فراه ولايت نامتو تاريخي سيمي او د سيلا نيانو د پاملرني وړ ټاټوبی لري چي  دلته يې څو بيلګي يادو :  د فراه زوړ ښار ، د اسفنديار ښار ، کافر کلاه ، بارندک ،  د چار ماس کلا ه ، قلعه هفت سوراخ  ،برندگک،  قلعه مساو ، د سید محمد زيارت  ،  شاه مبارک  زيارت ، د ابونصر فراهی زيارت  ، د  سلطان امیر زيارت  اوپه لسګونو داسي نور
► د تاريخي ودانيو تر څنګ يو شمير داسي طبيعی منظرې او ځانګړي ټاټوبي هم سته چي د ډيرو پخوانيو زمانو راهيسي مشهوره او پيژندل سويدي ، د بيلګي په توګه د  معین الدین   [ اسفزاری ] هغه ليکنه را يادو چي وايې :  در یک فرسنگی فراه کوهی است که آن را بارندک خوانند و در آن کوه طاقی سنگی است که همیشه از آنجا آب می چکد و مردم بدانجا به زیارت و طلب حاجت میروند.
► د فراه ولايت د تاريخي ودانيو په وړاندي د ستونزو لړی:
► ١- په فزيکي ډول د ودانيو پر له پسې ورانېدل؛
► ٢ – د بې پروايې له امله د تاريخي ودانيو د تخريب چټکتيا؛
► ٣ – د تاريخي ودانيو په دننه او يا شا اوخوا کي د غير قانوني سپړنو او کيند نو چاري تر سره کيدل ؛  
د فرېدون کلا بيلګه

 

 فریدون فرخ فرشته نبود
 ز مشک و ز عنبر سرشته نبود
 بداد و دهش یافت آن نیکوئی
 تو داد و دهش کن فریدون توئی
 (( شاهنامه فردوسی )
 د فریدون کلا یو شمیر انځورونه
 

په انځور کی لیدل کیږی چی د دې نامتو کلا پًرخاورینو کوټنیو د نوی هوټل د جوړیدلو هڅه سویده ، چی په هیڅ صورت د ابداتو د ساتنی د ارونو سره سمون نه خوری ، په بیړنی توګه باید د دې پخوانی کلا د ساتنی چارو ته بام وسی .

: د کک کهزاد کلا  یا قلعۀ کک کهزاد
 بدژ دریکی بدکنش جای داشت ===  که در رزم با اژدها پاداشت
 نژادش زافغان، سپاهش هزار ===   همه ناوک انداز و ژوبین ګذار
 ورا نام بودی کک کهزاد     ====   به ګیتی بسی رزم بودش بیاد
 درین ګفتو ګو بود با کهزاد   ===   که امد خروشی که ای بد نژاد 
 چه درد دژګزیدی بدینسان درنګ ===  که امد همه ناک اوغان به ننګ
 (( شاهنامه فردوسی )

 

 

 

د دې نامتو کلا ساتنه د هیواد د لرغونی تاریخ ساتنه ده ، په بیړه باید د دې نامتو کلا د څیړنی او ساتنی چاری تر لاس لاندی ونیول سی . د دې تر څنګ دا هڅه په کار ده چی دا لرغونې کلا د نړیوال کلتوری میراث په لړ کی وشمیرل سی . د یادولو ده چی په ۱۳۹۱ لمریز کال د دې تاریخی کلا د لیدلو پرمهال  په هیواد کی د فرهنګی چارو لوړ رتبه  مسول او د فراه والی ښاغلی خپلواک چی یو فرهنګی والی دی د فراه ولایت د لرغونو اثارو د سمون او په حالت کی یی د بدلون وعده وکړه . د دې کلا  یو شمیر انځورونه :  

 

د فراه ولايت په انار دره کي د بادي ژرندو پاتي شوني
د تاريخي کلاه بيلګي په فراه او ګاونډيو سيمو کي په زياته پيمانه ليدل کيږي

 

په سيستان کي د لرغوني کلا بيلګه

 
په بست کي د لرغوني کلاه بيلګه او داسي نور
 
پایله : د هيواد فرهنګي ادارو ته د خطر زنګ
► دا تاريخي ودانی د ورانيدلو پرلور په چټکی ځي ، که  وراني سوې  بيا افسوس ځای نه نيسي ؛
► دا به لومړی بيلګه نه وي چي د بې پروايې له امله به دا ډول تاريخي ودانی ورانيږي .
► د غزني د بالاحصار برج او تر هغه وړاندي د چکري منار يې بيلګي دي.
د چکری منار نړېدل يوه بيلګه

 

د غزني د تاريخي بالاحصار د څار برج نړېدل دوهمه بيلګه او داسي نور

 

د غزني د تاريخي بالاحصار د څار برج نړېدل دوهمه بيلګه او داسي نور
 

په فراه کی د علمی سیمنار یو شمیر انځورونه