لندن:داروپايی هیوادودفټبال په سیالیوکي دجرمني هیواد وه وتلي ټیمونه دپای لوبي ډګرته را ووتل .دغه دوه ټیمونه دبايرن میونشن اوباروسییه ډرتموندوو،چي پرون یې دپايلوبي سیالۍ پیل کړلي . بایرن اوباروسیيه دشنبې په ورځ دلندن دوېمبلي سټېډيم کې (۹۰) دقیقي په خپلومنځوکي لوبه وکړه چي بایرن میونشن دخپل جرمني سیال کلب فوټبال لوبډلې ته د ۱ په مقابل په ۲ ګولونوسره ماتې ورکړه اواتلولي يې خپله کړله.
دلوبي بریالیتوب هغه وخت راڅرګند شو،چي هالنډي وتلی لوبغاړي «آرین روبن »دلوبي په اخیروشیبوکي توپ په یوه تخنیکي ګول سره مخا مخ لوري ته ورحواله کړ ی اوپايلویې به وګټله.بايرن میونشن پخواوړاندې دجرمني ليګ بونډس ليګ یا دجرمني دفتبال اتلولي ګټلي دي.که چیري په راتلونکوڅوورځوکې بایرن میونشن دجرمني دکپ اتلولي وګټي، نودابه ددي کال ورسره دریمه ګټلي لوبه وي.
بايرن ميونشن تېره پايلوبه ۱۲ مياشتې وړاندې دانګلستان چېلسي ته وبایلله ، خو دپرونۍ پايلوبې په ګټلوسره یې داروپا یې هیوادو اتلولي دپنځم ځل لپاره وګټله اودپنځوستوروخاوند شو.
تر دې مهاله د دغې اتلولۍ تر ټولو زيات ګټونکي د اسپانيا ريال ماډريډ، چې نهه ځله يې ګټلې اوورپسې دايټاليا اې سي ميلان راځي چې داووځلو ګټلوسره يې دغه اتلولې خپله کړېده.