ډیر د پام وړ موضوع ده، په دې اړه زه ډیره لیوالتیا لرم چې بحث پرې وشي، ځکه د دې موضوع کره کول د ښه ژوند روښانول دي.
مدیر څوک دی؟ ښه مدیریت څنګه کیدی شي؟
راځئ دا موضوع له هغې ورځې راواخلو چې کله په نړۍ کې د انسان پښه لګیدلې ده. انسان نړۍ ته لومړی د مامور په توګه راغلی او ورپسې بیا د چارو د پراخیدو له امله يې د مدیر حیثیت هم خپل کړی دی. په کار ده چې دې موضوع ته لږ ځیر شئ! کله چې آدم ځمکې ته راکښته شو، نو په سر کې یې د مامور او بیا يې د حوا بي بي له یو ځای کیدو سره د مدیر بڼه خپله کړه. که څه هم کله چې یو څوک مامور وي، نو په عین حال کې هغه مدیر هم وي، دا په دې معنا چې هر مامور د خپلو چارو او مسوولیتونو د سمبالولو او پرمخبیولو په وړاندې مدیر هم دی، کنه نو ماموریت تر پوښتنې لاندې راځي او ان ویلی شو چې له مدیریت پرته، ماموریت نیمګړی دی.
د آدم له شتون سره، سم له واره د ماموریت صفت هم بڼه ومونده، خو مدیریت لا په وجدان او احساس پورې داسې تړلی څیز ؤ، چې یوازې پخپله د شخص (آدم) پورې محدود ؤ. کله یې چې د حوا بي بي په ګډون یو ځای ژوند پیل کړ، نو یوه ټولنه ترې تشکیل شوه او د دې ټولنې د تنظیم او ادارې په خاطر مدیریت ته اړتیا پيښه شوه، چې همغه ؤ بیا مدیریت هم په رسمي او اصلي بڼه رامنځته شو او د ورځو په تیریدو سره يې لمن پراخه شوه.
مخکې له دې چې د مدیر او مدیریت په اړه موضوع وغځوو، ښه ده چې لومړی مامور وپیژنو او په لنډ ډول پرې رڼا واچوو. خو دا هم باید یادونه وکړم چې د نورو پوهانو نظریاتو ته پکې ځای نه دی ورکړ شوی، دا هرڅه د همدغې کوچنۍ مفکورې پنځونه ده، چې هر څه د تجربو له مخې څرګندوي.
مامور څوک دی؟
هغه څوک چې د یو چا لخوا د مکافاتو او مجازاتو په بدل کې پر یوه ټاکلې دنده وګمارل شي، هغه ته مامور ویل کیږي. هر انسان د خپلې کچې او مقام په پرتله یو مامور ګڼل کیږي او تر هغه وخته پورې مسوولیت لري، چې په هغې دنده کې پاتې وي. د یو مامور بریالیتوب د هغه د دندې پایلې یې څرګندوي، خو د دې لپاره چې د دغه صفت د بریا ماهیت روښانه شي، باید پر ځینو اړخونو باندې رڼا واچول شي، تر څو د یو مامور لپاره د ښه ماموریت په پرخه کې ځینې غټې ښیګڼې جوتې شي.
تر هر څه د مخه باید مامور رښتینی وي، پر ځان باور ولري او د اړوندې دندې وړتیا ورسره وي.
پاسني دریواړه توکي د هر ډول بریالیتوب ضمانت کولی شي، د پوښتنې رامنځته کیدو ته تر هغه وخته چې د دریواړو توکو تر منځ همغږي شتون ولري، هیڅ ځای نه پاتې کیږي او د راتلونکي هر پړاو ته د نیکمرغیو زیری ورکوي.
او س راځو ګورو، چې مدیر څوک دی او د ښه مدیر ځانګړنې کومې دي؟
مدیر هم په اصل کې مامور دی، هغه مامور چې د اړوندې ادارې له نورو مامورینو څخه یې مسوولیت او صلاحیت زیات وي او د همدغه مسوولیت او صلاحیت له مخې د یو ټاکلي چوکاټ دننه کسان اداره کوي، د هغوی وړتیا او کړنې څاري او د ارزونې په پایله کې د ادارې یا موسسې د ودې، شهرت او پرمختګ په خاطر خپله پریکړه پلې کوي.
د مدیرانو تر منځ هم توپیر شتون لري، ځینې داسې دي چې له سره د خپل مسوولیت احساس نه لري، ځینې داسې دي چې یوازې پخپلو صلاحیتونو باټیږي او ځینې یې هم بیا داسې کسان دي، چې نه په مسوولیت خبر دي او نه په صلاحیت، د اړیکو او ځینو نورو لاملونو پر بنسټ ګمارل شوي او ډیر کمزوري وي، په دغسې اخلاقو او ځانګړنو سمبال مدیران ناکام او ناوړ کسان بلل کیږي، چې په اداره کې د فساد او بې نظمۍ لاملین هم ګرځي. خو د دغو مثالونو په یادون باید زړه ونه خورو، ډیر نور مدیران هم شته چې خلک ورته ډیر تمه کوي او په رښتیا هم هغه پیاوړتیا او وړتیا پکې وي چې د هغوی تمې او هیلې پوره کوي.
هغه څنګه کسان دي او څه ډول ځانګړتیاوې لري؟ په ډیر ساده ډول یې ویلی شو، د ښه احساس خاوندان وي، د مسوولیت درک ورسره وي او د خپل صلاحیت له ځواکه هومره ګټه اخلي چې نه کارمنان ترې زړه توري شي او نه هم د فعالیت په کچه کې توپیر رامنځته شي. یو څوک په دغه صفت چې څنګه وکولای شي، خپله اداره تنظیم او رهبري کړي؟ نشي مدیر کیدی. مدیر باید د خپلې ادارې مدیریت ته داسې قوانین ولري، چې له مخې یې هیڅ ډول پلان او کړنه، نه د ده، نه د کارمنانو او نه هم د ادارې په زیان وي. په دغسې چوکاټ کې بیا حتمي نه ده، چې مدیر باید هر مهال د خپلو مامورینو سر ته ولاړ وي او یا هم د خپل میز تر شا د دې لپاره ناست وي، چې فعالیت یا تولید ټکنی نشي. د ښه مدیر ځانکړنه همدا ده چې د نشتون پر مهال یې هم باید مدیریت توپیر ونه مومي او د قوانینو کومه ټولګه یې چې د معیار په توګه مامورینو ته ورپیژندلې، د هغې په اساس ټولې کړنې تر سره شي.
زیاتره وخت خلک په ځینو چارو کې د قانون له نشتون څخه سر ټکوي، چې زما په اند دا پر ځای نه ده. قانون هر وخت شتون لري او انسانان یې په شعوري ډول د یو طبیعي معیار په بڼه پیژني. چې موږ ټول یې په ډیره ساده ژبه د (ښه او بد) په نوم ستایو. هغه په دې معنا چې دغه قانون په اصل کې دوه نه، بلکې یو دی، خو اړخونه یې دوه دي او دواړه اړخونه د دوو ځانکړو مدیریتونو له لوري رهبري کیږي. دا دوه ځانکړي مدیریتونه (وجدان او نفس) دي. چې د بشر ټولې ښې چارې وجدان اداره کوي او بالعکس د ناوړو چارو مدیریت په نفس پورې تړلی دی.
ښه مدیر تل په دې لټه کې وي، چې د خپلې ادارې د فعالیت کچې یا د خدمتونو او تولیدي کیفیت لوړولو لپاره کارکوونکو ته څه ډول انګیزه ورکړي؟ او همدارنګه هغوی ته د ښه کلتور څه ډول چاپیریال رامنځته کړي؟ چې له مخې یې ټول کارونه په ګډه او په ښه توګه تر سره کړي. خو تر هر څه مخکې مهمه دا ده چې د کارمن په ګمارلو کې د هغه وړتیا ته په پام سره باید پریکړه وشي.
د دې لپاره چې د یو مدیر بریالیتوب، د ښه مدیریت له مخې څرکندیږي، نو غواړم چې اړوندې مهمې ځانګړتیاوې په لنډ ډول روښانه کړم:
– د خپلې دندې پر وړاندې د مسوولیت احساس.
– د فعالیت د ودې لپاره لیوالتیا او د مامورینو د هڅولو ښه طریقه.
– د کارونو د تر سره کولو لپاره په ټاکلي وخت کې د بشپړ توان څرګندول.
– پر خپلو کارمنانو باندې پوره باور.
– هدف ته د رسیدو لپاره مثبت رقابت.
– د بریا په خاطر له ماتې او ستونزو سره مبارزه.
– منځلاري.
– په پریکړو کې بشپړ جدیت.
– د انتقاد منلو روحیه او زغم.
– پلان جوړونه او څارنه.
– د اړیکو ښه سیستم جوړول.
– د همغږۍ رامنځته کول.
– د جسماني، فکري او اخلاقي ځواک لرل.
هر انسان په عادي ډول د خپلو اخلاقو تابع دی، هغه تر ډیر حده پر دې باندې خوښیږي چې له واک نه په استفادې سره خپل فکري نظام پلی کړي، نو ښه دا ده چې د همدې موضوع په رڼا کې په لنډ ډول د مدیریتونو ځینې بڼې هم په ګوته شي:
– بادارانه مدیریت: په دغه ډول مدیریت کې تر ډیره پورې پریکړې د مدیر پر غاړه دي. خو دلته اصلي ټکی دا دی، چې مدیر غواړي خپل شخصیت ته د کارمنانو لخوا د عزت او درناوي له ترلاسه کولو څخه خوند واخلي. چې په پایله کې د کار(خدمت او تولید) پروا دومره څوک نه ساتي.
– متعصب مدیریت: په دغه مدیریت کې خپلوي، قوم، ژبه او مذهب په پام کې نیول کیږي او د چارو په هره برخه کې همدغه اړخونه د ترجیح وړ ګرځي، چې له امله یې نه یوازې د ادارې نظم او د نورو مامورینو روحيې ته ضربه رسیږي، بلکې د ټولو کارکونکو تر منځ یو ډول ګونګه تفرقه رامنځته کیږي.
– دیکتاتوري یا استبدادي مدیریت: دغه مدیریت پر نظامي بنسټ ولاړ دی او د مدیر هره پریکړه جبري بڼه لري. چې له دې امله د فعالیت ټولې چارې د یو فکر په انحصار کې پاتې کیږي او د کارمنانو آزادي هم تر پښو لاندې کیږي.
– دیموکراتیک مدیریت: دا مدیریت د مشورې او نظریاتو پر بنسټ ولاړ دی، چې د ادارې د تنظیم او پیاوړتیا او همدارنګه د فعالیتونو، خدمتونو او تولیداتو د کیفیت ښه کولو په خاطر، مختلفو نظرونو او مشورو ته ارزښت ورکوي. په دغه مدیریت کې تل د پریکړو پایلو، مثبتې بڼې ښودلي او دا چې کارکوونکو ته په مشورو کې ونډه ورکول کیږي، نو هغوی هم کار ته ښه لیوالتیا ښيي. خو یوه خبره شته؛ که په اداره کې د اړیکو سیستم ناسم وي، نو د فعالیت چارې ټکنۍ کیږي. ښه دا ده چې په دغسې مدیریت کې سالمه رهبري، ښه پلان جوړونه او څارنه، همغږي، صداقت او د اړیکو سم سیستم شتون ولري.