کوټه:د کوټې په لويديځ لوى سړک د پولیسو پر يوه موټر بمي برید کې د لس سرتېرو په گډون ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۷ ټپيان دي.د کوټې پولیس چارواکي وايي، دا یوه ریموټ کنټرول بمي چاودنه وه چې د ښار په لويديځ لوى سرک له بوسه منډۍ سره څېرمه د پولیس پر یوه موټر وشوله. د پولیسو ډي ايي جي فیاض سنبل ویلي؛ چې له يادې سیمې څخه د پولیسو يو ټرک تېرېده چې چاودنه وشوه . د ده په خبره د دوی د سرتېرو په گډون يې عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده