کور / تازه خبرونه / دمتنو پرافغان کډوالو برېښنا بنده شوې

دمتنو پرافغان کډوالو برېښنا بنده شوې

پېښور:په پېښور کې د گرمۍ په رارسېدو او يو شمېر برېښنا کوټونو د ويجاړېدو له امله خلک شپه او ورځ ١٨ ساعتونه د برېښنا د نشتوالي په اور کې سوزي د تېرو دوو مياشتو راپدېخوا په خيبر پښتونخوا کې برېښنا د نيشت برابره ده چې اکثر وخت يې اوسيدونکى د نيشنل عوامي حکومت او گوند د ناکامۍ سبب هم بولي. د بلې خوا په کوهاټ روډ متنو ته څېرمه پرافغان کډوالو د دوو مياشتو راپدېخوا برېښنا بنده شوې چې زياترو يې د کډوالۍ له کمپ څخه نورو ځايونو ته مخه کړې ده.دا مهال په پېښور کې د جنراتورونو د کانونو کې مستريان شپه او ورځ کار کوي خو بيا هم په ورځو ورځو د خلکو جنراتورونه مستريانو ته پراته وي.د افغان کډوالو د پنډغالو څخه دا رپوټونه هم ترلاسه شوي چې افغانانو اوس له افغانستانه د لمريزې برېښنا (سولر) ښيښې ترلاسه کړې چې د پېښور ځايي اوسېدونکو هم د (سولر) ښيښو بازار گرم کړى او هره ورځ په سلگونو د برېښنا ښيښې له کارخانو لرې پرتو کلو او ښارونو ته وړل کېږي. په پېښور کې د برېښنا چارواکو د اخباروالاو د پوښتنو په ځواب کې ويلي چې په لنډ وخت کې د دې ستونزې حل امکان نه لري.