د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال نن د امنيت شورا په اوونيزه غونډه کي وويل، که چېري د بعضو امنيتي ادارو مسئولين نه سي کولاى، چي په امنيتي لحاظ په سمه توګه د خلکو اړتياوو او غوښتنو ته رسيدګي وکړي، نو ښه به دا وي، چي خپلي دندې پرېږدي او سپارل سوى مسئوليت هغه چا ته وسپاري، چي د امنيت د تامين وړتيا لري او که نه،نو دى به خپله دنده پرېږدي.
پتيال زياته کړه، که چېري دغه ډول حالت ادامه پيدا کړي او په ځينو شمالي اولسواليو کي امنيتي وضع په دغه شکل دوام ولري، نو بيا به حالت د کنټرولېدو څخه ووزي.
نوموړي همدا راز وويل، چي ملکي او نظامي مسئولين وظيفه لري، د خلکو د
ساتني او هغوى ته د ښه ژوند او ارامو شرايطو د برابرولو لپاره تر وروستۍ
کچي کوښښ وکړي، ځکه خلکو ته بايد د ورکول سوو وعدو د ترسره کېدو جواب
وويل سي. چي په دغه حصه کي په مشخصه توګه د غورک ولسوالۍ د لاري د
خلاصېدو او ساتل کېدو موضوع مطرح سوه او جدي تاکيد وسو، چي په هر صورت
کېږي، د نوموړي ولسوالۍ لاره بايد خلاصه او خلکو ته د تګ او راتګ امکانات
برابر کړل سي.
د ولايت مقام مرستيال پر امنيتي ځواکونو د لا ګډ کار او همږغۍ رامنځ ته کولو لپاره ټينګار وکړى او دغه هڅه يې د وسلوالو مخالفينو د ټولو اعمالو او افعالو د مخنيوي لپاره يوه ډېره مؤثره لاره ياده کړه.
د امنيت شورا د نن ورځي په غونډه کي چي د کندهار ولايت مقام د مرستيال
عبدالقديم پتيال له خوا يې مشري کېدله، د غورک تر څنګ په ځينو غربي
ولسواليو کي هم د وسلوالو مخالفينو پر ضد د عملياتو او له هغوى څخه د
کليو پر پاکولو بآندي بحث وسو.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د کندهار ولايت د مرستيال والي
د وړانديزونو په تائيد وويل چي ملي پوليس همېشه هر ډول سرښندني او قربانۍ
ته حاضر دي خو په دا برخه د ملي اردو او عامه نظم پوليسو پوره همکارۍ ته
اړتيا لري.
هغه په نني مجلس کي ډاډ ورکړ چي له نورو امنيتي ارګانونو سره په ګډه به
په راتلونکو څو ورځو کي هغه سيمي د دښمن له وجوده پاکي کړي چي څه نا څه
تحرکات پکښي محسوسېږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه