کور / تازه خبرونه / د چين وزيراعظم اسلام ابادته رارسيدلې

د چين وزيراعظم اسلام ابادته رارسيدلې

اسلام اباد:د چين وزيراعظم لي کیکیانګ ويلي، پاکستان او چين بايد دا نرژۍ د توليد په برخه کې مرستې ته لومړيتوب ورکړی. نوموړی اسلام آباد ته رارسيدلی دی رائټرز خبري اژانس په خپل رپورټ کې وايي، د چين وزيراعظم لي کیکیانګ د پاکستان له رسنيوسره د خبرو پر وخت وويل چې اوس هم د دواړو هيوادونو په اړيکو کې ډير زيات امکانات شته.د دواړو هيوادونو ترمينځ دوه اړخیزه تجارت تير کال دوولس اربه ډالر وو او هدف يې دا دی چې په راتلونکو دوو يا درې کلونو کې پنځلس اربه ډالر ته ورسيږي.لي کیکیانګ زياته کړه چې دواړه هيوادونو ته په کار دی چې د مواصلاتو، د انرژۍ پرمختګ ، د توانايې د پيداوار او پاکستان او چين د يو معاشي لارې جووړلو منصوبې خپله ترجيح وګرځوي.د روئټرز په خبره په پاکستان کې وار له مخه د توانايې او بنيادي ډهانچې په برخه کې له چين سره په ګډه منصوبو کار روان دی چې پکې د سټرټيجک اهميت لرونکی ګوادر بندر هم شامل دی.د روئټرز خبري اژانس په خبره چيني وزيراعظم په ممکنه توګه د هند او امريکا په لور په اشاره کولو سره دا خواهش ظاهر کړی چې هيواد به يې د پاکستان د هغو کوششونو ملاتړ جاري ساتي چې د خپلې خپلواکی، سالميت او مځکني بشپړتیا یا تماميت ساتنه وکړي.دچين وزيراعظم لي ته صدر اصف علي زرداري اؤ وزيراعظم مير هزار خان کهوسو هرکلى ووايه دچيني وزيراعظم لي اسلام اباد ته دغه سفر ددواړو هيوادونو دسټريټجيکي تعلقاتو په حواله زيات اهم گرځولى شي.دوزيراعظمۍ دمنصب دسمبالولو وروستو پاکستان ته دښاغلي لي دغه ړومبى سفردى اؤ هغه خپل گاونډي هيواد ته په داسې حال کې ورغلى چې دغلته اوس اوس عام انتخابات ترسره شوي اؤ دهيواد په سياسي تاريخ کې په لمړي ځل ديو منتخب حکومت څخه اقتدار بل منتخب حکومت ته دسپارلو تيارۍ روانې دي.دپاکستان خارجه دفتر په يو بيان کې وئيلي دي چې چيني وزيراعظم ته به په دغه دوره کې هيواد دسياسي قيادت سره دليدنې موقع په لاس ورشي اؤ ددې سره به ددواړو هيوادونو دسټريټجيکي تعلقاتو په نورو مضبوطولو کې مرسته ترلاسه شي.دبيان ترمخه دچين وزيراعظم به دپاکستان دصدر اصف علي زرداري اؤ نگران وزيراعظم ترڅنگ دپاکستان مسلم ليگ(ن) دمشر ميا نواز شريف سره هم ليدنه کوي. داسلام اباد په ايوان صدر کې دچين دوزيراعظم په درناوي کې دميلمستيا دستوره هم ترسره شوې چې پکې صدر اصف علي زرداري ، وزيراعظم مير هزار خان کهوسو، دڅلورو واړو صوبو اعلي وزيرانو، دسياسي گوندونو مشرانو ميا نواز شريف، مولانا فضل الرحمان، چوهدري شجاعت حسين اؤ دصدر زرداري دبچو بلاول اؤ اصفه بهټو ترڅنگ نور سياسي اؤ عسکري قيادت موجود ؤ.دستورې ته پخپله وينا کې صدر اصف علي زرداري وويل چې پاکستان کې په لمړي ځل داقتدار په پرامنه ډول منتقلي کيږي اؤ هغه نوي جمهوري حکومت ته هرکلى کوي.صدر زرداري وئيلي دي چې په ګڼ شمير نړيوالو معاملو دپاکستان اؤ چين نظر يو شان دى اؤ زياته کړې يې ده چې سيمه کې دګڼ شمير ستونزو په هواري کې دچين کردار مرکزي دى.همدغه شان دچين وزيراعظم لي جيانگ وويل دپاکستان اؤ چين ملگرتيا دهرازميښت په شيبه کې پوره ختلې ده.هغه وويل چې پاکستان ته ددورې مقصد يې نړيوالې ورورولۍ ته په پاک چين تعلقاتو پيغام ليږل دي.
هغه په عامو انتخاباتو کې په برياليتوب دمسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف ته مبارکي وړاندې کړه.