د شنبې په ورځ د هلمند ولايت په دوو جلا جلا پيښو كي يو پوليس وژل سوى او يو بل ټپي سوى دى ،
يادي سوي پيښې د مارجې او نهرسراج په ولسواليو كي را منځ ته سوي دي چي د هلمند د پوليسو د مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال په خبره تېره شپه وسلوالو طالبانو د مارجې ولسوالۍ د مالك پر څلور لاري د پوليسو پر پوسته بريد كړى چي په پايله كي يې يو پوليس ټپي سوى او طالبان په تېښته بريالي سوي دي .
دوهم پيښه د نهرسراج په ولسوالۍ كي د دولت د مخاليفينو لخوا د شخصي موټر څخه د يوه پوليس كښته كېدل او وژل ښودل سوي دي .
ښاغلى انډيوال وايې چي وژل سوى پوليس په شخصي جامو كي طالبانو له موټر څخه كښته كړى دى .
وسله وال طالبان په رامنځ ته سويو پېښو كي پوليسو ته د زياتي مرګ ژوبلي د اوښتلو ادعا كوي طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې چي د مارجې په نښته كي يوولس پوليس وژل سوي دي .
او د هلمند د ملي امنيت چارواكو د نادعلي په ولسوالۍ كي د ۲۲۵ كيلو ګرامو تارياكو د نيول كېدو خبر وركړى دى .