د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ قومي مشرانو د امنیت د ټینګښت په موخه د
دغه ولایت له والي سره غونډه وکړه .
دغه غونډه چې د میدان وردګو ولایت مقام کې جوړه شوې وه،قومي مشرانو د دغه
ولایت والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي ته په یاده ولسوالۍ کې د امنیتي وضعې
به اړه معلومات ورکړل او همدا راز یې په هغو سیمو کې چې وخت ناوخت کومه
ستونزه راپېښیږي،د مخنیوي په موخه یې خپلې مشورې ورسره شریکې کړې .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمچید خوږیاڼي دغه مشرانو ته وویل دغه
ولایت ستاسې دی او د امنیتي ارګانونو ترڅنګ لازمه ده،چې تاسې هم له دغه
ارګانونو سره بشپړ همکاري وکړئ .
نوموړي دغه قومي مشرانو ته وویل : په دې ولایت کې ټول نظامي او ملکي
ادارې ستاسې د ولسونو د امنیت ساتلو او مشکلاتو د حل کولو په موخه کار
کوي،خو له دغه دواړو ادارو سره ستاسې همکاري او مرسته ډیره اړینه ده .
ده زیاته کړه، همدا دا دولسونو مرسته ده،چې موږ په دې وروستیو کې د دې
ولایت په بېلابېلو سیمو کې په امنیتي برخه کې ډیری لاسته راوړنې لرو او
لامله یې ورځ تر بلې په دغه ولایت کې امنیتي وضعه په مثبت ډول بدلون مومي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه