کور / تازه خبرونه / وردګ: اسلامي حزب او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

وردګ: اسلامي حزب او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د وردګو ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت د مرکز میدان ښار اړوند دابراهیم خیلو په سیمه کې امنيت ځواکونو عمليات کړي او په پايله کي ئې د اسلامي حزب او وسله والو طالبانو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په دغه عملیاتو کې چې تېره شپه په یاده کې ترسره شول د حزب اسلامي یو غړی زلمی ووژل شو او همدا رنګه د دغه ګوند یو بل غړی نادر ټپي شو او همدا راز په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو غړی ملا توریال هم سخت ټپي شوی دی .
په یادو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي سرتېرو ته کوم مالي او ځآني زیان ندی اوښتی.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه نه اسلامي حزب او نه هم وسله والو طالبانو تر اوسه څه ويلي دي.