کور / تازه خبرونه / ناټو : يو وسله وال قوماندان مو نيولى

ناټو : يو وسله وال قوماندان مو نيولى

لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي بهرنيانو په هلمند ولايت کي عمليات کړي او په پايله کي ئې يو وسله وال قوماندان او د هغه څلور نور ملګري نيولي.
خبرپاڼه پر ٨ بجې او ٩ دقيقې نن سهار لراوبر ته رارسېدلې او زياتوي چي دا عمليات ئې د ياد ولايت په نهرسراج اولسوالي کي کړي .
په دې اړه خپله وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.