که په دريو وروستيو لسيزوکښي په افغانستان کښي روان سياسي ، نظامي حالا تو ته کتنه وشي . د ثور د پوځي پاڅون نه وروسته په افغانستان کښي د سياسي اونظامي بي ثباتي بهيرشروع و شوه ، ددي بهير اصلي سيره هغه وخت زور واخيست کله چي افغان جهادي مشرانو د پاکستان اود امريکي په مرسته د افغانستان سياسي او نظامي بهير ته ننوت .
په دغه دوران کښي د امريکي متحده ايا ﻻتو غوښتل چي د پخواني شوروي اتحا د نه د ويتنام د جګړي غچ واخلي او روسانو ته په افغا نستان کښي ما ته ور کړي ، پا کستان هم له وخت نه په ګټي اخستو سره غوښتل افغان هيواد سره دخپلي زړي دښمنۍ د ډيورÙ�دکرښي اود پښتونستا ن د مسلي په خا طر ، دغه هيواد په اوږد مهالي کورنۍ جګړه اخته کړ، او د افغانستان د کورنۍ جګړي د اوږديدو غوښتنه لرله. په دي ترتيب سره دپاکستان د نظا مي حاکمانو بخت د ثورد پوځي کودتا نه وروسته سر را اوچت کړ او دغه هيواد د خپلي ګټي د ﻻسته راوړلو په غرض د غربی هيوادونو او په خا صه توګه د متحده اياﻻتو پا م ځا نته راوا ړا وه .
او دخپلو لوړوستراتيژيکي اهدافو په پام کښي نيولوسره د جهاد د کلونو په موده کښي د نړۍ له ګوټ ګوټ نه اسلامي افراطي مسلمانا ن راټول ترڅو دافغان جهادی تنظيمونوسره يوځای د افغانستان په جګړه کښي ونډه واخلي، دغه کار ددي باعث شو ترڅو افغانستان د جهاŠ قوتو دراتګ سره سم کورنۍ جګړي کښي ګيرپاتي شي او نامعلوم جهت خواته حرکت وکړي د افغانستان ملي شتمنۍ لوټ ، ملي اردو ړنګه او د افغانستان د سياسي او اجتماعي ودي کلک مخنيوی شروع شو، د ځينو څيړونکو له نظره د طالبانو د غورځنګ مينځ ته راتګ هم د همدي تنظيمي حکومتونو د چلند په مقابل کښي ، دجهادي تنظيمونود ځيني قوماندانانو طبيعي عکس العمل وه ، په دي معنی چي د هيواد د مختلفو جهاديي تنظيمونو يوشميرمجا هدينو چي اسلامي سپېڅلي جذبي يي درلودي او شرعي احکاموته پا بند وو او د تنظيمي حکومتونوکړو وړو( چلند ) ونشوکوﻻی چی ددوي غوښتنو ته ځواب ووايي . د 2001 کال دسپټمبر د 11 نيټي د پيښو نه وروسته امريکائي قواي افغانستان ته دترهه ګرۍ په خلاف د جنګ په بهانه راننوتل او ورسره دبين المللي ائتلاف قواي شريک په افغانستان کښي دترهه ګرو په خلاف تراوسه پوري په جنګ بوخت دي .
دغه جنګ چي اوس دافغانستان په جنوبي اوګرم سيرو برخو کښي جريان لري د ډيرو بي وزلو افغانانو د مرګ سبب ګرځي چي لاتر اوسه پوري يي موخه نه ده معلومه ، ځکه چي په دي جنګ کښي بي ګناه خلک وژل کيږي نه ترهه ګر ، د دي جنګ اصلي او ستر لو بغاړي ، امريکا او انګليسان دى. امريکا سيمي ته د مخامخ لوبغاړي په توګه نوى راخوځېدلي ده ،خو انګليس په سيمه کي د ماتي او بريو ډير پخواني تاريخ لري مګر په وسني حالت کښي انګلستان د محافظه کار ځواک په توګه په سيمه کي د خپل پخواني ويش ملاتړ او پالنه کوي ، په داسي حال کي چي سيمى ته راغلي امريکا يان نه يوازي دا چي پخواني ويش سم نه ګڼي بلکي د نوي پلان په عملي کولو کي د چا پروا نه ساتي او خپل د پلان سره سم پر مخ ځي .ايران هم په دي لوبه کي يو داسي لورۍ دى چي که چيري مخامخ يي زور ونه رسيږي نو د پټو کړکيو څخه د خپلي ارادي د پلي کولو چاري پر مخ بيا يي . اوپټ او ښکاره د حکومت په پاليسي کښي مداخله کوي .
په دي ترتيب سره د اوسني کړکيچ عوامل چي نه يوازي حاکميت او اپوزسيون بلکه د حاکميت باندني دوستان، ناتو او ايساف Ù�م ورسره لاس او ګريوان دي او د هغه په پايله کښي بی امنيتي، بی ثباتي، جنګ او ترهګرۍ (ترور) او د هغه سره جوخت اداري فساد او د دولتي مديريت بی کفايتي چي زموږ د ټولني ملي ګټي يي ډيري زيانمني کړی دي جريان لري . د افغانستان ولسمشر حامد کرزى وايي چي د هيواد په ځينو برخو کښي يي د نا امنۍ يوازينى لامل د نړيوالي ټولني تر منځ د همغږۍ نشتوالى او د افغان حکومت سپارښتنو ته د هغوى نه پاملرنه ده. هغه دا هم وويل چي د نشه يي توکو د قاچاقو په مافيايي کړۍ کښي افغانان نه، بلکي ، بهرنيان ښکېل دي. ولس مشر په لومړۍ ځل نړيوالو ته د نشه يي توکو په کار کښي نيغ په نيغه ګوته نيسي.
هØ�ه دا خبري هغي غونډي ته وګړه چي د نشÙ�ي توکو پر ضد د مبارزي په اړه جوړه شوي وه . د دغي غوڼدي په ترڅ کښي چي د ټولو ولايتونو واليانو، د پوليسو قوماندانانو او قامي مشرانو او مخورو برخه لرله افغان ولسمشر حامد کرزي وويل چي دغي غونډي په راتګ ځکه خوښ نه دى چي په وينا يي په دغي موضوع کښي د افغانستان عزت تر پوښتني لاندي دى او نه يي غوښتل چي دغي غونډي ته راشي. هغه نړيواله ټولنه تورنه کړه چي د هغوى تر منځ د همغږۍ نشتوالي له امله په افغانستان کښي د نشه يي توکو پر ضد مبارزه ټکنۍ شوي ده. هغه دا خبره هم وکړه چي د دغو توکو قاچاق همدغه نړيواله ټولنه کوي اوس دا پوښتنه پيدا کيږي چي سږنى کال په افغانستان کښي د کØ�ل شويو کوکنارو اپين يا ترياکو کومه اندازه چي لاس ته راځي د دغو لاس ته راغليو اپينو قاچاق کونکي څوک کيداى شي ، چي افغان پوليس د سترو افغان قاچاق کونکو په نيولو کښي پاتي راغلي نو د هغو بهرنيو قاچاق کونکو مخه به څوک او څنګه ونيسي ))
څنګه چي ليدل کيږي په افغانستان کښي دجکړي ناورين هيواد ورځ په ورځ دبي ثباتي خواته راکاږي د هرکال د تيريدو سره دافغانستان دخلکو اميدونه دخاورو سره مخامخ کيږي او په هيواد کښي بي ثباتي مخ په زياتيدو دى ، د افغانستان خلک نه پوهيږي چي منتخب شوي حکومت ددي حالاتو په مقابل کښي څه کول غواړي ، دوي هميشه په خارجي قوتونو اتکا کوي مګر په خپل هيوادکي دجګړي دمخ نيول لپاره کوم سياسي عملي پروګرام نه لري ، د هري ورځي په تيريدو سره د حکومت اوخلکو په مينځ کښي لري والي زيا تيږي او دبشري حقونو څخه سرغړونه کيږي . (( لکه څنګه چي د ملګرو ملتونود بشري حقونود شورا ځانګړى استازي د افغانستان په جګړه کښي پرښکېلو غاړو غږ وکړ چي د ولسي خلکود وژنو د مخنيوي لپاره دي خپلي هڅي ګړندۍ کړي يوښه مثال دئ . د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى فېلېپ السټون وايي چي د بي ګناه ملکي کسانو د وژني د مخنيوي لپاره يي په تېرو 12 ورځو کښي يو شمېر ولايتونو ته سفر کړي او په دي اړه يي له افغان لوړپوړو حکومتي چارواکو، د نړيوالو ځواکونو له قومندانانو، دمدني ټولنو او بشري حقونو له غړواو د قربانيانو له کورنيو سره کتلي ېليپ السټون وايي سره له دي چي د ناحقو وژنو مخنيوى کېدى شي، خو بيا هم په تېرکال کښي د حکومت د ملاتړو او مخالفينو له لوري په سلګونوولسي وګړي وژل شوي دي ده همدارنګه د بØي حقونو پر فعالينو غږ وکړ چي د غيرقانوني وژنو د مخنيوي لپاره دي د حکومت له مخالفينو سره خبري وکړي .))
ېلېپ السټون وايي د افغان حکومت له مخالفينو سربېره په افغانستان کښي مېشت بهرني ځواکونه او حکومت هم د ولسي وګړو په وژنه کښي ښکېل دي او په روان کال کښي د هوايي او ځانمرګو بريدونو په ترڅ کښي کابو ٥٠٠ ملکي وګړي وژل شوي دي )) په داسي شرايطو کښي اوس دافغانستان خلک نه پوهيږي چي په داسي شرايطو کښي دافغانانستان خلکو ته په دي لوبه کي کوم کومه پاليسي ګټوره ده ، د جنګ لاره يا دصلحۍ لاره ؟ ځکه چي افغانان اوس په دي نړيواله لوبه کي داسي اړ خ دى چي طرف او مقابل نه لري ، بلکي د هريوه لوبغاړي د ګټو د ساتندويانو په توګه کارول کيږي اوخپل ملي مسوليت ورڅه هيرشوي دى دوي پخپله دجنګ د مخنيوي لپاره هيڅ کوم ابتکار مخکي نه وړي بلکي هريو کوشش کوي ترڅو ترلاسه شوي کرسۍ له لاسه ورنکړي ، شايد چي دا به د ټولو افغانانو خپل خوښ کړى او يا خپل غوره کړى موقف نه وي ، خو اوس د دي راغلي غميزي د ليري کولو او مخنوي په نيت د يوي او يا بلي خوا سره ودريږي چي داسي کول پکار نه دئ دوي بايد خپل راتلونکي لپاره مثبت ګامونه پخپله واخلي . ځکه چي انګليس غواړي چي د پخوا په څير پاکستان په سيمه کي برلاسۍ وي او امريکا غواړي چي نه يوازي پر دÛسيمه بلکي پر نړۍ واکمن او برلاسۍ پØه شي .
اولکه څنګه چي ليدل کيږي ددي کار دمخکي بيولو لپاره د نظامي حرکاتوڅخه کاراخلي اوغواړي چي مسايل په تشدد سره حل کړي . دافغانستان حالاتو په تير دري لسيزوکي ښکاره کړه چي هيڅ کله هم زبرځواکونو په زور او تشدد سره په هيواد کښي دامنيت په راوستلو کښي کامياب شوي نۀ دي . د زور لاره نه يواځي داچي په افغانستان کښي دامنيت په راوستول کښي مرسته نه دي کړي نوريي هم په هيوادکي امنيت خراب کړي .
د افغانستان دخلکو په غوښتنه نړيوال ټولنه که غواړي چي په دي هيوادکي دجنګ اومنشياتومخه ونيول شي ددي پاره بايد په افغانستان کښي دفوځي عملياتوپه ځائ دافغانستان دتعميراوترقۍ غم وخوري . اوپه افغانستان کښي دموجوده ستونزودمنيځه وړلو لپاره په عملي ډول سره هغه مرستي وکړي کوم چي افغانان او افغانستان ورته محتاج دى . افغان حکومت اونړيوالي ټولني ته دا خبره معلومه ده چي په افغانستان کښي ديوي خوا په دري لسيزي کښي په مختلفونمونوسره جنګونه وشول نوبلخوا قدرتي افتونو هم افغانان دسخت ستونځو سره مخامخ کړل اوپه افغانستان کښي هيڅ قسمه سهولتونه د ژوند تيرولو لپاره نشته نو بايد چي زر تر زره په افغانستان کښي دغه جنګ ختم شي ترڅوافغانان دخپل ژوند دښۀ کيدولپاره په اقتصادي کارونولاس پوري کړي .
دامريکا دمتحدو ايالاتو پوځ هيله لري چي سږکال Ù�ه (2008) کښي د بيارغاوني په اړه خپلي بيړ مرستي دوه برابره ډيري کړي . د متحدو ايالاتو پوځي قومندانان وايي چي که دامريکا کانګريس ددوى وړانديز ومني نو ډير ژر به په افغانستان کښي د نوو ښونځيو ، پلونو او روغتيايي مرکزونو دجوړوني لپاره پيسي ورکړي . دمتحدو ايالاتو پوځ په افغانستان کښي دطالبانو د تمبولو د تګلاري د برخي په توګه د بيارغاوني له بهير سره بيړنۍ مرستي کوي. په افغانستان کښي د متحدو ايالاتو پوځ د رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي چي د مرستو ددي بيړني پروګرام له مخي دوى کولى شي چي له اړمنو خلکو سره مرستي وکړي . امريکا د متحدو ايالاتو پوځيان په افغانستان کښي دا ډول مرستي دطالبانو په وړاندي د جګړي په ډګر کښي د خلکو د زړونو او ذهنونو د ګټلو لپاره ارزښتناکي بولي . دغه پروګرام چي دقومندانانو بيړنى ځواب نوميږي دمنځنۍ رتبي پوځي افسرانو ته دا واک ورکوي چي د بيارغاوني سيمه ييزي کوچنۍ پروژي لوړپوړو چارواکو له لارښوني پرته پلي کړي. په افغانستان کښي د متحدو ايالاتو پوځي قومندانان وايي که کانګريس ددوى وړانديز ومانه نو دوى به ډير ژر ٤١٠ ميليونه ډالره په ليري پرتو سيمو کښي دنو ښونځيو ،سړکونو ،پلونو او د کوچنيو برښنا کوټونو لپاره ورکړي . امريکايي پوځيانو په ٢٠٠٧ کال کښي نژدي ٢٠٦ ميليونه ډالره ددي پروګرام له لاري لګولي دي . اوس اساسي مسله داده چي دافغاÙ�ستان اړونده اداري اومؤسسي څنګه کوÙي شي لدغومرستونه پرځاي استفاده وکړی ،که دا پيسي هم دتيرومرستو په شکل حيف وميل شي ، پدي پوره باور دى چي نور به نړيوال ټولنه حاضر نشي له افغانستان سره مرسته وکړی .
دي کښي شک نه شته چي دولتی دستګاه ، حکومت ، پارلمان او هم قضاء که څه هم د انتخاباتی سناريو له مخی را مينځ ته شوي مګر د فساد، اوبي مسوليتي يوي داسی کچي ته رسېدلي ده چه هم د افغان ولس او هم د ذيدخله مرستيالو دولتونواوسازمانونو خورا ژوري اندېښني ئي را پارولي دی. دهغو ټولو پرحقه هيلواو توقعاتوسره سره چه زموږ ولس اونړيوالو لرلي اود هغوټولو انتخاباتی ژمنو پرخلاف چه ښاغلی حامد کرزی د هغÙˆ پربنسټ مشروط مشروعيت ترلاسه کړ دهېواد دری ګونی دولتی ځواک لکه دپخوا په شان د يوڅو ازمويل شويو جهادی تنظيمواوملېشائی ټوپکيانو دنارواګټوله مخي ووېشل شو، سيمه ايزځواک هم عمدتا د ورته ټوپکمارو په ولکه کښی چه دمافياسره تړلی پاتی دی، د تازه رپورټونو په اساس د افغانستان لوى څارنوال د افغان حکومت په ځينو وزيرانو، واليانو او د ملي شورا پر ځينو استازو تور ولګاوۀ چي له ځينو قانون ماتوونکو ملاتړ کوي . لکه څنګه چي دافغانستان لوى څارنوال عبدالجبار ثابت وايي (( له همدي امله يي تېرکال د لاسته راوړنو په پرتله د قانون د تطبيق پر وړاندي خنډونه خورا ډېر وو.
ښاغلي ثابت ملت ته د حساب ورکوني د دويمي ورځي په غونډه کښي دا ومنله چي دى د ملي پوځ په ځينو جنرالانو، سيمه ايزو قومندانانو، د ملي شورا په ځينو استازو او واليانو د قانون د پلي کولو په برخه کښي پاتي راغلى دى . )) دغه رنګه دافغانستان پارلمان چه دسياسی سواد او وړتيا دټيټی کچي له مخي زموږ دهيواد د شوراګانو په تاريخ کی ساری نه لری لمړنی او يواځينی زړه ورتيا دا وو چه فقط ځانو ته يي دومره تنخواه او امتيازات وټاکل دغه تنخواګاني دمياشتی له دوه نيمو تر درۍ نيمو زرو ډالره کيږي چه د نړۍ د ډېرو بډايو او پرمختللی هÛ�وادو دپارلمان غړی همدومره نه اخلی . دغي مسلي ته رمضان بشر دوست په خپله مرکه کښي داسي اشاره کوي (( لازم به ذکر است که وکلا با موافقت کميسيون مصونيت و امتيازات وکلا و مصونيت و امتيازات سناتوران تلاش دارند که معاش خود را از 1100 دالر به 2730 دالر افزايش دهند٠کابل پريس 2008 )) دغه راز پارلمان په ځاى ددي چي په هيوادکي درشوت او خيانت لمنه ټوله کړي اوپه دي لاره کښي دحکومت سره مرسته وکړي پخپله دهري ورځي دتيريدو سره په جرمونوکي دخيل کيږي دغه خبره دافغانستان دلوى څارنوال په يوه مرکه کښي کړي ده چي دمئ دمياشتي په ٢٧ تاريخ کښي نشرشوي . د مئ په مياشت کښي د افغانستاÙ† لوى څارنوال ثابت صاحب د ولسي جرګي ي�مېر استازي په جنايي جرمونو تورن کړل او څارنوالۍ ته يي د راجلبولو غوښتنه وکړه لوى څارنوال عبدالجبار ثابت وويل د ولسي جرګي ځيني استازي په وژنو، اختلاس، جنسي تېريو او له حکومتي امکاناتو نه د ناوړي ګټي اخيستني په جرمونو تورن دي . نوموړي د افغانستان د ولسي جرګي له اړوندو چارواکو وغوښتل چي دغه استازي دي د پوښتنو ګروېږنو لپاره څارنوالۍ ته واستوي . د افغانستان لوى څارنوال په ځانګړي توګه د چا نوم وا نه خيست خو ويويل چي د افغانستان د ولسي جرګي ٢٢ استازي په بيلابيلو جرمونو تورن دي . ښاغلي ثابت يوي خبري غونډي ته وويل د ولسي جرګي ځيني استازي په وژنو، اختلØ�س جنسي تېريو او په ناقانونه توګه د مځکو په ولکه کولو تورن پېژندل شوي دي . نوموړي زياته کړه که څه هم د ولسي جرګي له اړوندو چارواکو يي غوښتي چي تورن استازي دي د پوښتنو ګروېږنو لپاره څارنوالۍ ته واستوي خو تر اوسه د ده په وينا پر دغي غوښتني چا غوږ نه دى ګرولى . ښاغلي ثابت زياته کړه د ولسي جرګي د دغو تورنو استازو د زروزياتيو له امله هره ورځ په لسګونو افغانان ده ته شکايت کوي . دا لومړى ځل نه دى چي د افغانستان لوى څارنوال عبدالجبار ثابت د ولسي جرګي په ځينو استازو دا ډول نيوکه کوي بلکي نوموړي له دي وړاندي هم څو ځلي د ولسي جرګي ځيني استازي له خپل صلاحيته پÙ‡ ناوړي ګټي اخيستني تورن کړي و.
قضاء Øڅارنوالی خو لاتر دي هم ناهيله کونکي ده. له ټولو ډنډورو سره سره چه ددي ادارو د بدلونونو او له فساد سره دجهاد په هکله وهل کيږی ديوه ښاروال او ولسوال د تور د سپيناوی وس نلری قوماندانان، واليان، رئيسان، وزيران، جهادی «معزز» مشران، دملېشوسروالان،مافيائی ښاماران او بهرنيان خو لا پر ځای پرېږدئ . بډو او اداري فساد پر وړاندي د خپلواکي اداري مشر عزت الله واصفي وايي چي بډو او اداري فساد ټولي حکومتي اداري لاندي کړي . او په افغانستان کښي يي د قانون د پلي کېدو پر وړاندي خنډونه راپورته کړي دي . د بډو او اداري فساد په وړاندي د مبارزي مشر په دي برخه کښي د کورنيو ستونزو تر څنګ ځيني بهرني لاملونه په ځانګړي توګه د نړيوالي مافيا لاسوهنه په هيواد کښي د اداري فساد د ډېرېدو لامله وباله . ښاغلي واصفي د افغانستان لويه څارنوالۍ او نوري قضايي اداري په فساد او د قانون له سرغړوونکو سره په همکاري تورني کړي . دتيروڅومياشتو راپدي خوا هغۀ چي ځانونه دملت استازي بولي دځان ساتني لپاره له حکومت نه د امنيتي ساتونکو غوښتنه کوي چي ددوى په وينا حکومت پري غوږونه کاڼه کړي .
همداڅو ورځي وړاندي يوسناتور ويلي وه که دولت دوکيلانوامنيت ونه ساتي هغوي به دپارلمان غونډوته رانشي . دازادی راډيود2007دمۍ پنځمه . زه دغي خبري ته داسي اشاره کوم چي ايا ديو ساتونکي په ګمارولو سرکيداي شي چي په هيوادکي سوله تامين شي ؟ ايا امنيت يواځي دپارلمان دغړو حق دى ، دوي خودملت نماينده ګان دي که چيري دوي ځانونه دخلکوپه وړاندي په اسلحه وساتي ايا څنګه کيداي شي چي دخلکوپه مينځ کښي دخلکودستونځو داوريدو لپاره لاړشي ؟ ايا افغان ولس ددي حق نه لري ترڅو په سوله کښي ژوند وکړي ؟ زما په فکر سره هرهغه هيوادچي نشي کولاي دخپلو خلکو اوسرحداتوڅخه دفاع وکړي ، نشي کولاي چي خلکوته سوله اوامنيت راوړي ، نشي کولاي چي دخلکو اقتصادي ستونزي رفع کړي اوپه هيوادکي دقانون حاکميت رامينځ ته کړي هغه حکومت ته مونږ کامياب حکومت نشو ويلي هغه دناکام هيوادونوپه قطار کښي حسابيږي په دي ترتيب دافغانستان حکومت دناکامو هيوادونو دجملي څخه دئ . زمونږ حکومت اودولتي کسان هميش کوشش کوي ترڅوپه هيواد کښي دصلحي دتامين کيدومسله دخارجي هيوادونوپه وسيله اوخپل ټول ذمه داري ددي هيوادونوپه سرواچوي .
دپاکستان نوى وزيراعظم ګيلاني وايي (( ترهه ګرى په طاقت نۀ شى ختميدئ )) او ددي کمپاين لپاره دپاکستان نوي حکومت نن سبا په دي کوشش کښي دى ترڅوپه خپل هيوادکي دصلحي دتامين په خاطر دمخالفينوسره دخبرو اترو سلسله مخکي بوځي او ددي کار دکاميابيدولپاره دسرحدحکومت وشو کولاي دسوات دطالبانوسره لوظنامه وکړي ترڅوپه دي طريقه سره په خپل هيوادکي دصلحي لاره خپله کړي ، پاکستاني مشران په دي نتيجه رسيدلي دي چي خپل هيواد دبهرني ګټو قرباني نګړي اود صلحي په وسيله ټول ورپيښ شوي مسايل دمذاکراتو له لاري حل کړي دا دهرهيواد حق دى چي دخپلو خلکو دامنيت په خاطر هرنوع کوټلي Ú�امونه واخلي افغان حکومت هم بايد دخپلوهيوادوالو دامنيت په خاطر دصلحي مختلفي لاري چاري ولټوي په دي شرط چي د دواړو هيوادونو خلکو لپاره دغه حرکات ديوبل مقابل کښي دبي ثباتي سبب ونه ګرځي .
مګر د بلي خوانه ښاغلى سپنتا چي په دي وروستيو کښي له امريکي نه راستون شوى وايي (( چي د واشنګټن د لوړ پوړو چارواکو سره يي هم د اسلام اباد او پاکستاني طالبانو تر منځ د جوړجاړي پر سر خپلي اندېښني په ډاګه کړي ،چارواکي اندېښمن دي چي په پاکستان کښي د بنسټ پالو ډلو سره جوړجاړي به په افغانستان کښي د اورپکو بريدونو ته تر پخوا به زياته لاره هواره کړي ، تر دي وړاندي کله چي په پاکستان کښي د لومړي ځل لپاره د سخت دريځو ډلو سره جوړ جاړى وشو ، نو ورسره ، ورسره په افغانستان کښي د اورپکو بريدونو ډېر زور اخيستى بى بى سى پښتو ويپ پاڼه )) په دي هکله بايد وويل شي چي هيڅوک بايد دسولۍ سره مخالفت ونلري ،خو پدي شرط چي دسولي قرار داد نورو هيوادنو ته په زيان تمام نشی . که په رښتيا سره سوله دسولي لپاره وي هيڅوک يي بايد مخالفت ونګړي ، او دتشدد طرفدار نه وي .
دپښتنو سترمشر باچاخان فرمائي (( د ملت سره تشدد مه کړئ، حکومت د توپ،جهاز او ټينک په زور په افغانانوڅوک نه شي کولئ ، دغه کار تاسو په مينه او ورورولۍ کولئ شئ، افغان ملت څوک په زوره جنت ته نه شي بوتلى مګر په رضااو په مينه دوزخ ته ځي )) ايا د افغانستان حکومت دموجوده سياسي تحولاتو په رڼاکي نشي کولاي دخپلو افغاني طالبانو سره د صلحي دتامين په خاطر دروغي جوړي لاره ونيسي؟
ګرچي هرورځ دمذاکري ډنډوره غږوکيږي مګر نتايج يي دخلکوپه وړاندي نه ليدل کيږئ اودملي مصالحي پروګرام ډير په کندي سره روان دى . زه داخبره په جرعت سره کوم چي په افغانستان کښي دتشدد لاره دمسلي حل نه شي رامينځ ته کوي تجربو په ثبوت رسولي ده چي په افغانستان کښي هيڅ حکومت په زور سره صلح نه ده راوستلي بل اخره يي دمذاکراتولاره خپله کړي نوپکارده چي دافغانانو په مينځ کښي سياسي ډيالوک شروع شي اوپه هيوادکي دملي مسالحي پروسه په يقيني ډول سره ګړندي شي په دي کار کښي بايد بهرني هيوادونه هم په تفاهم کښي واخيستل . او دصلحۍ دتامين په خاطر دتشدد نه لاس واخيستل شي دجرګو اومرکو لاره ونيول شي ، افغان حکومت بايد دخلکودنماينده ګانو په وسيله دهرهغه افغان کورته مراجعه وکړي اوهغوي ته ديوالي او ورورۍ غږ ورسوي نور بايد په افغانستان کښي ټولي مسلي د صلحۍ او مذاکري له لاري هواري شي .
دا کار هغه وخت کيداي شي ترڅو چي په هيواد کښي عدل اوانصاف برقرار شي ، دخلکوستونزي دحکومت دچارواکو لخوا حل شي ، حکومتي چارواکۍ بايد دخلکوپه مينځ کښي ځانونه د يوخدمتګار په حيثت وګڼي درحالي چي اوس دحکومت اوخلکو په مينځ کښي ډيره لويه فاصله موجوده ده . افغانانستان کښي دهمدي بي ثباتي په وجه سره زمونږ په مينځ کښي فتني او مرګونه ورځ په ورځ زياتيږي او سيالان تري د لاسوهني حÙ‚ تر لاسه کوي، افغانان بايد قناعت کوÙته غاړه کيږ دي. کله چي افغانانو د يو بل حق قبول کړ بيا بۀ زمونږ په ګران هيواد افغانستان کښي صلح رامينځ ته شي .