د میدان وردګو والي په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې د
مسؤلینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وستایلې .
په همدې موخه د میدان وردګو ولایت مقام کې په جوړه شوې غونډه کې چې د
امنیتي ځواکونو بېلابېلو ارګانونو په کې شتون درلود، د میدان وردګو والي
ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي وویل : په دې وروستیو کې د میدان وردګو ولایت
ولسونه د امنیتي ځواکونو د چلند څخه په بشپړ ډول راځي دي او همدا لامل
دی،چې دوی په خپلو فعالیتونو کې تر ډیره حده بریالیتوب هم ترلاسه کوي .
همدا راز هغه زیاته کړه په میدان وردګو ولایت کې د ولایت مقام په ګډون د
ټولو امنیتي ادارو ښه او غوره همغږي هم په میدان وردګو ولایت کې د ښه
امنیت ساتلو په موخه ډیرې هیلې را زرغونې کړي دي او که دا ډول همغږي
موجوده وي،لرې نده،چې میدان وردګ د هېواد په کچه یو له با امنه ولایتونو
څخه وشمیرل شي.
همدا راز د میدان وردګو ولایت امنیه قومندان، د ملي امنیت رئیس، د ملي
اردو،عامه نظم او محافظت عامه قوماندانانو د خپلو خبرو په ترڅ کې د میدان
وردګو له والي څخه مننه وکړه،چې به دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو مسؤلین
وخت په وخت همغږۍ ته رابللي او خپلې ګټورې لارښوونې یې دوی ته کړي دي