د وردګو ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د يوه هوايي بريد په پايله کي د وسله والو طالبانو يو قوماندان وژل سوى .
چارواکي وايي چي ياد قوماندان د شنبې په ورځ سهار شااوخوا نهه بجې وژل سوى .
په دې اړه لراوبر ته د وردګو ولايت څخه يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي د يادي پېښي د پخلي ترڅنګ ليکي چي وژل سوى طالب قوماندان وزير احمد نومېدئ او په وسله والو فعاليتونو کي ئې لاس لاره.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.